د بلوچستان ایالتي چارواکو ویلي چې په دغه ایالت کې د یوې چاودنې له امله لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. شینهوا خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې دا پېښه د فوټبال په یو میدان کې رامنځته شوې ده او په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او اته نور سخت ټپیان دي. تر اوسه د چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو بلوڅ بیلتون غوښتونکو د چاودنې مسوول پاکستاني پولیس بللي دي. دوی ویلي چې پاکستاني چارواکي په دې ډول بریدونو سره هڅه کوي چې د بلوڅانو ترمنځ وېره خپره او داسې وښیي چې د دوی ژوند په خطر کې دی څو ونه شي کولی د خپلو حقونو لپاره په جوړېدوتکو غونډو کې ګډون وکړي.
































