د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر پر افغان سولې د خبرو اترو لپاره قطر ته تللی دی. سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې جی شنکر په یو دوه ورځني سفر د قطر پلازمېنې دوحې تللی او د نورو موضوعاتو ترڅنګ به پر افغان سوله هم خبرې وکړي. راپور کې د نوموړي د سفر موخه پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، قطر کې د هندي وګړو د پانګونې پر څرنګوالي او نورو سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو خبرې اترې بلل شوې دي. که څه هم د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو راپور کې راغلي چې د نوموړي د سفر تر ټولو مهمه اجنډا پر افغان سوله بحث او خبرې اترې دي.












