د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو پیل ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي او ولسمشر غني هم له دې سره توافق کړی چې دویم پړاو مذاکرات دې هم په دوحه کې ادامه پیدا کړي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې حکومت بیا هم په افغانستان کې د مذاکراتو د راتلونکو پړاوونو پر ترسره کېدو ټينګار کوي.
بلخوا په هېواد کې د جګړو شدت او خونړي بریدونه د جدي اندېښنې وړ مسایل یاد شوي دي. تازه د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم ویلي چې طالبان له القاعده سره هېڅ وخت اړیکې نه پرې کوي.
د لومړي پړاو مذاکراتو له پای ته رسېدو سره دا اندېښنه پیدا شوې وه چې ښايي ځينې خواوې د مذاکراتو د دویم پړاو د ځنډ لپاره هڅه وکړي. د حکومت له لوري په افغانستان کې د بل پړاو مذاکراتو د پیل پر سر ټینګار دا اندېښنه لا ډېره کړه. وړمه ورځ په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ دویمه ناسته وشوه چې په هغه ناسته کې مهمو سیاسي څېرو ګډون کړی و. دوی ټینګار وکړ چې د سولې خبرې دې د ځای پر سر د ناندریو له امله نه ځنډول کېږي. غونډې ته د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: ((مذاکرات باید پر خپل وخت ترسره شي. زموږ مسوولیت دی چې دلته روانه جګړه ژر پای ته ورسوو او مذاکرات پایله ولري. له همدې امله د دې جدي اړتیا ده چې د ځای پر سر ناندرۍ باید د مذاکراتو د ځنډ سبب نه شي)).
په همدې تړاو د ملي مصالحې عالي شورا رییس تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي دي او د وروستیو تحولاتو په اړه یې راپور ورکړی دی. ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا د غړو او دغه راز د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دا غوښتنه له ولسمشر سره شریکه کړې چې مذاکرات دې په دوحه کې ادامه ولري. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ګڼو مهمو مسایلو او سولې په برخه کې پر پرمختګونو خبرې شوې دي. سرچینه کاږي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني په دې لیدنه کې د مذاکراتو د دویم پړاو د ځای او وخت پر سر هم خبرې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې ولسمشر په دوحه کې د مذاکراتو له دوام سره توافق کړی، خو په افغانستان کې د مذاکراتو د راتلونکو پړاوونو پر مخ بېولو دوی لا هم ټینګار کوي. د ده په خبره، د نړیوالو ملاتړو مشوره هم دا وه چې مذاکرات دې اوس په دوحه کې ادامه پیدا کړي. صدیقي ویلي: ((د مذاکراتي ټیم او ملي مصالې عالي شورا د رییسانو په غوښتنه، د نړیوالو ملاتړو په مشوره او د مذاکراتو په دویم پړاو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره، ولسمشر توافق کړی چې د مذاکراتو دویم دور دې په قطر کې ترسره شي. موږ ټینګار کوو چې د مذاکراتو راتلونکي پړاوونه باید په افغانستان کې ترسره شي)).
له دې سره هممهاله د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي. د ده په خبره، د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې میاشتې کېږي، خو دغه ډلې لا هم له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې او داسې ښکاري چې د دې دواړو ډلو ترمنځ ملګرتیا نه ختمېدونکې ده. د امرالله صالح په خبره: ((داسې ښکاري چې طالبان له القاعده نه بېلېږي. دا بېلول تر یو ځای پاتې کېدو ډېر ګران ښکاري. لس میاشتې د طالبانو او امریکا د تړون کېږي، چې ټینګار یې کړی له القاعده سره اړیکې ختموي، خو لا هم زموږ سرتېري د طالبانو په مرکزونو کې د القاعده غړي په نښه کوي)).
طالبانو د امرالله صالح په تازه څرګندونو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې القاعده او ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او دغه راز چا ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.











