ولسمشر غني وايي هدفي وژنې او بریدونه د منلو وړ نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي. ولسمشر تېره ورځ ناوخته د سر اعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په هېواد کې د خبریالانو، مدني فعالینو او سیاسي څېرو هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي. دده په وینا د امنیتي ادارو مسوولیت دی چې د شوو بریدونو مسوولین ونیسي، د قانون منګولو ته یې وسپاري او د راتلونکو بریدونو مخنیوی وکړي. ولسمشر ویلي چې په دې بریدونو کې د مدرن افغانستان لپاره روزل شوي افکار او څېرې په نښه کېږي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.
































