د ولسي جرګې غړو د ځینو وکیلانو پر غیرحاضریو نیوکه کړې ده. ددغه جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې ګڼو وکیلانو نیوکه وکړه چې د خلکو ځینې استازي ان په یوه کال کې هم د ولسي جرګې تالار ته نه حاضرېږي بلکې یوازې د رایې اچونې په ورځو راځي او بېرته خپلو چارو ته ستنېږي. ځينې وکیلان دا هم وایي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي په بهرنیو هېوادونو کې سوداګري لري، دلته د ولسي جرګې غړي دي، امتیازات اخلي خو مسوولیتونه یې په سمه توګه نه ترسره کوي. وکیلانو له اداري پلاوي وغوښتل چې ژر تر ژره دې د غیر حاضرو وکیلانو په اړه خپل دريځ روښانه کړي او نومونه یې دې له ولس سره شریک کړي. یو شمېر وکیلانو بیا وویل چې غیر حاضرو وکیلانو ته معاش حرام دی او له امتیازاتو ناوړه ګټه پورته کوي.
































