افغان حکومت وایي چې په کابل کې به د پولیسو تشکیل دوه برابره کړي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د کابل د پولیسو په لیکو کې پراخ اصلاحات روان دي. دده په وینا په ډيرو ماموریتونو کې پولیسو لګیا وو چې هغه د افغانستان ملي اردو ته سپارلي شوي دي او د کابل پولیس خپلو اصلي دندو ته راګرځي. دده په خبره دمګړی په بېلو ځایونو کې شاوخوا پنځه سوه پولیس له غیر مربوطه دندو راوستل شوي او خپلو اصلي ماموریتونو ته لېږل شوي دي. صالح وایي د کابل د پولیسو تشکیل به دوه برابره کړي چې له دې سره به په ښار کې امنیتی وضعیت ښه شي. د نوموړي دې څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګون پارولی دی او کاروونکي وايي د پولیسو دوه برابره کولو ستونزه نه حل کوي، بلکې صادقانه چلند، مسلکيتوب او رښتینولي کولی شي د کابل ښار امنیت تامین کړي.
































