روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۶۱۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته نهه تنه مړه شوي او ۲۷۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۷۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۶۱۰ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې اوسمهال د کرونا ویروس اووه زره او ۶۴۰ مثبتې پېښې فعالې دي.
































