د نیوزویک د راپور له مخې، د المان څلور روغتیایي کادرونه د فایزر شرکت له لوري د جوړ شویو کرونا ضد واکسینو تر تطبیق وروسته روغتون ته وړل شوي دي. نیوزویک د الماني چارواکو له قوله ویلي، دا څلور روغتیایي کارکوونکي وروسته تر هغه روغتون کې بستري شول چې د فایزر شرکت له لوري جوړ شوي واکسین ورته تزریق شول. چارواکو ویلي چې یادو کسانو ته تر اړتیا ډېره اندازه واکسین لګول شوي دي نو له همدې امله یې وضعیت بحراني شوی او روغتون ته لېږدول شوي دي.
































