چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

امنیتي ادارې: طالبانو په مذاکراتو کې د امتیازاتو لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 30, 2020
in افغانستان
0
امنیتي ادارې: طالبانو په مذاکراتو کې د امتیازاتو لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د نا امنیو له زیاتېدو سره هممهاله، د امنیتي ادارو مسوولین د مشرانو جرګې غونډې ته وربلل شوي وو او د وروستي وضعیت په اړه یې معلومات ورکړي دي. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې طالبانو د سیمو د نیولو وړتیا بایللې، نو اوس هڅه کوي د مقناطیسي ماینونو او هدفي بریدونو له لارې ځان خپلو موخو ته ورسوي. د ملي امنیت د لوی ریاست رییس بیا وایي چې طالبانو روان کال تر دې دمه د اتلس زرو په شاوخوا کې بریدونه کړي دي.

په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې امنیتي وضعیت خورا ترینګلی شوی دی. ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې هغه څه دي چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی. وړمه ورځ د ولسي جرګې غړو په خپله عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال پر امنیتي وضعیت نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکامې دي. له دې سره جوخت مشرانو جرګې د امنیتي ادارو مسوولین وربللي وو.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي مشرانو جرګې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل چې طالبان کمزوري شوي دي، له امنیتي ځواکونو نوې سیمې نه شي نیولی، نو د دې لپاره چې د رسنیو پام ځان ته واړوي، په هدفي بریدونو او په ښارونو کې په چاودنو لاس پورې کوي. اندرابي وايي، طالبانو ځکه تاوتریخوالی ډېر کړی چې وکړی شي د مذاکراتو پر مېز لا ډېر امتیازات واخلي. د ده په خبره، په کابل او ولایتونو کې په هدفي بریدونو کې د طالبانو لاس دی او دغه ډله غواړي په دې توګه فشارونه ډېر کړي او د سولې په خبرو کې امتیازات واخلي. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې طالبانو د دوحې تر هوکړې وروسته د عبیده په نامه ډله جوړه کړې او دغه ډله په ولایتونو، په تېره په کابل کې هدفي بریدونه کوي. هغه وايي: ((د ځینو نیول شوو کسانو له اعترافاتو ښکاري چې طالبانو په لوګر کې د عبیده په نامه نوې ډله جوړه کړې ده. دغه ډله دولتي کارکووونکي، خبریالان او مدني فعالین په نښه کوي. دوی په دې توګه غوغا جوړوي)).

د دې تر څنګ د کورنیو چارو وزیر دا هم وايي چې د بریدونو د مخنیوي لپاره یې د ملي امنیت له لوی ریاست سره په ګډه د یو لړ عملیاتو د ترسره کولو پلان جوړ کړی او په دې کې به د هغو کسانو پر ضد عملیات کوي چې دغه ډول بریدونه ترسره کوي.

د ملي امنیت لوی ریاست رییس هم مشرانو جرګې ته د خپلو کړنو په اړه د وضاحت ورکولو پر مهال وویل چې روان کال تر دې دمه په هېواد کې شاوخوا ۱۸ زره او ۲۰۰ بریدونه شوي چې له دې ډلې د ۹۹ سلنې مسوولین وسله وال طالبان دي. د ده په خبره، دغه ډله لا هم ډول ډول بریدونه ترسره کوي او د سولې تر تړون یې وروسته جګړې او بریدونه ډېر کړي دي. احمد ضیا سراج دغه راز وایي چې روان کال افغان امنیتي ځواکونو لسګونه عملیات ترسره کړي چې په دې لړ کې یې ۶ زره او ۱۰۰ شکمن کسان نیولي چې له دې ډلې ۳ زره او ۶۰۰ یې په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. سراج همدا راز د هغو کسانو پر وړاندې د ګڼو عملیاتو د ترسره کېدو خبره کوي چې په هدفي بریدونو کې لاس لري. د ده په خبره، په دې بریدونو کې د لاس لرلو په تور ۷۰ کسه نیول شوي دي.

د افغانستان دغه مهم امنیتي بنسټونه داسې مهال په خپلو چارو کې د لاس ته راوړنو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې کابو هره ورځ له یوې تر دوو پورې د مقناطیسي ماین چاودنې کېږي. د معلوماتو له مخې، په وروستیو ۱۲ ورځو کې په کابل ښار کې ۱۷ امنیتي پېښې شوي چې له امله یې ۲۴ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي. سره له دې چې وسله والو طالبانو په ګڼو وروستیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو امنیتي ادارې وايي چې دا د طالبانو کار دی او د فشار رامنځ ته کولو په لټه کې دي.

Tags: Top
Previous Post

ډېرېدونکې نا امنۍ او د چارواکو تکراري ژمنې!

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امنیتي ادارې: طالبانو په مذاکراتو کې د امتیازاتو لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

جولای 20, 2020
قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي

قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي

مارچ 17, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved