د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې له چهلستون بڼ سره د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده. د معلوماتو له مخې په پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. عیني شاهدان وايي چې چاودنه خورا درنه وه او ماین هم په یوه دولتي موټر پسې نښلول شوی و. امنیتي سرچینو هم پېښه تایید کړې ده خو په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي ورکړي. په وروستیو ورځو کې په کابل کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي او نږدې هره ورځ له یوه تر دوو دغه ډول پېښې کېږي. افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي خو د طالبانو په ګډون ددغه بریدونو مسوولیت هېڅ لور نه اخلي.
































