افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې د خپلمنځي تړون “اپټا” پر تعدیل خبرې کړې دي. اسلام اباد کې د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ هوکړې د همغږۍ کمېټې اتمه ناسته کې چې اسلام اباد کې روانه وه- هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو د مرکچي ټیمونو د تخنیکي پلاوي غړي به د “اپټا” تړون د تعدیل طرحه کې د دواړو خواو د وړاندیزونو او لیدلورو د شاملېدو لپاره جلا غونډې کوي. د اپټیکا اتمه غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشري د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستاني پلاوي مشري د دغه هیواد د سوداګرۍ وزیر رزاق داوود کوله چې د لومړي وزیر عمران خان اقتصادي سلاکار هم دی. غوریاني د “اپټیکا” ناستې څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره جلا ناستې هم کړي دي. د افغانستان – پاکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی، خو افغان سوداګر وايي دغه تړون یې پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې ستونزې نه دي حل کړې.
































