د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پراخ بنسټه همکاریو سند لاسلیک ته چمتو دی. هغه زیاته کړې، تمه ده چې دا سند به د روان لمریز کال تر پای مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي. خطیب زاده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان په رسمیت پېژني وویل، طالبان کوم دولت نه دی چې باید په رسمیت وپېژندل شي. هغه ویلي، دوی افغان دولت په رسمیت پېژني خو په خبره یې، دا حقیقت هم نه شي پټېدلی چې طالبان د افغان ټولنې یوه برخه او د بین الافغاني مذاکراتو یو لوری دی. خطیب زاده وایي، د افغان ستونزې یوازینی حل خبرې اترې دي او ټولو ښکېلو هېوادونو ته په کار دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.
































