سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

وردګ

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
in راشه ورشه
0
وردګ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وردګ د طول البلد په ۶۸.۸ درجو او د عرض البلد په ۳۴.۳ درجو کې موقعيت لري، چې د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره لوړوالی لري او نفوس يې شاوخوا اووه سوه زره تنه اټکل شوى .

د وردګو ولايت د هېواد د مرکزي ولايتونو په ډله کې راځي، په ولايتي کچه په درېيمه درجه ولايتونو کې حسابيږي او مرکز يې (ميدان ښار) د کابل ښار سوېل- لوېديځ لور ته په شاوخوا ٣٥ كېلومترۍ كې پروت دی.

You might also like

پروان

غور

غزني

د وردګو ختيځ ته لوګر او کابل، لوېديځ ته يې باميان، سوېل- لوېديځ او سوېل ته يې غزني موقعيت لري، شمال- لوېديځ ته يې هم باميان او شمال ته يې پروان ولايت پروت دی. د دغه ولايت ټول مساحت ۱۰۹۱۲ کيلومتره مربع ته رسيږي .

په دغه ولايت کې ټولټال ۴۷ ملکي او نظامي ادارې شته، چې ټولې فعاله دي .

دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى او د کابل- هرات او کابل- باميانو لويې لارې ورڅخه تېرې شوې دي.

په پسرلي او دوبي کې يې هوا معتدله، خو منى او ژمى يې هوا ډېره سړه وي او د ژمي پر مهال پکې ډېره واوره ورېږي او د هېواد په سړو سيمو کې شمېرل کېږي.

ولسوالۍ

ميدان ښار د دغه ولايت مرکز او سيداباد، جغتو، چک، دايميرداد (جلګه)، نرخ، جلريز، بهسود اول او بهسود دویم يې ولسوالۍ دي.

پوهنه

 په وردګو کې په ټولو ٤٥٠ ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢ زره نجونې او هلکان پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١ نجونې دي .

په دې مرکزونو کې لېسې، منځني او لومړني ښوونځي، دارالحفاظونه، مدرسې، دارالمعليمينونه، دارالعلومونه او تخنيکي ښوونځي موجود دي چې  د ۴٧٢٩ استادانو لخوا ورته تدريس کيږي.

دغه ولايت ته دولتي پوهنتون هم منظور شوى، چې تر اوسه پورې يې یوازې د کرهڼې پوهنځي فعالیت پيل کړی دی. دغه راز درې خصوصي ښوونځي او د تابش په نامه يو خصوصي پوهنتون هم پر فعاليت بوخت دي. همدارنګه په دې وروستيو کې د دغه ولايت د چک ولسوالۍ د تخنيک انسټېټيوټ په ١٢ بېلابېلو څانګو او د ټوپ د حسابدارۍ انسټېټيوټونه هم د پوهنې وزارت لخوا فعال شوي، چې دوه کلنې مسلکي زده کړې پکې کېږي .

کرنه او مالداري

د دغه ولايت ډېر وګړي پر کرنيزو چارو بوخت دي او زياتره کورنۍ خپل ژوند له دې لارې تامينوي .

د دغه ولايت کرنيزه ځمکه ۴۳۹۲۱.۴ هکټاره ښودل شوې ده، چې له دې جملې ۳۲۶۹۱ هکټاره يې ابي، ۱۱۱۲۰ هکټاره للمه او ۱۱۰.۴ هکټاره دولتي ځمکه ده. په منځني ډول د دې ولايت د آبي ځمکې ۱۰۹۸۰ برخه هکټاره باغونو نيولې ده.

کېداى شي چې دا شمېر تر دې هم زيات وي، د ځينو سروې‌ګانو له مخې، شاوخوا ۱۰۷۶۴۱ تنه په دې ولايت کې د بزګرۍ پر چارو بوخت دي. د ياد ولايت ځمکې له سيندونو، کاريزونو، چينو او د ژورو څاګانو له لارې اوبه کيږي.

په دغه ولايت کې د هېواد په کچه زياتې مڼې کيږي، چې د هېواد پر بېلابېلو ولايتونو سربېره، ځینو هېوادونو ته لکه پاکستان، هند، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو ته صادريږي.

غنم، کچالو، جوار، لوبيا، مۍ، پياز او نور حبوبات يې له نورو کرنيزو توکو څخه دي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کرل کيږي .

که څه هم د دغه ولايت کرنيز حاصلات هر کال د بدلون په حال کې دي، خو بيا هم ځينې سرچينې يې په اوسط ډول د مڼو کلنى عايد ۱۲۲۹۷۶ ټنو، د کچالو کلنى عايد يې ۹۱۵۳۴ ټنو او د غنمو کلنى عايد يې ۴۱۱۴۷.۵ ټنو ته رسېږي. د دې ولايت ځنګلي ساحه معمولاً غرنيو بادامو پوښلې، چې          ۶۰۰ هکټاره يې يوازې د نرخ او جلريز اړوند دي. همدارنګه د علفچر ساحه يې ۱۷۶۵۴۵ هکټاره ده، چې زياته برخه يې د بهسودو په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده.

دغه راز په دغه ولايت کې ځینې خلک د شاتو د مچيو فارمونه هم لري او له دې لارې يوه اندازه عوايد تر لاسه کوي.  دغه ډول د دې ولايت ډېرى خلک د څارويو پر ساتنه او پالنه بوخت دي او مالداري يې د عوايدو مهمه سرچينه ده .

لاسي صنايع

د دغه ولايت زياتره وګړي چې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، تر څنګ يې ځینې اوسېدونکي د ټغرو، لمڅيو، شالونو، جاكټ، دستكش، ګنډونه (يخنونه) او له مريو جوړشوي توکي جوړوي او بيا يې په خپلو سيمو او يا نورو ښارونو کې پلوري.

 د اوبو بندونه

د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د اوبو اووه اساسي بندونه جوړ شوي دي، چې په جوړېدو سره يې د ياد ولايت په لسګونو زره جريبه حمکه خړوبيږي.

د چک بند د هېواد په کچه د اوبو او برېښنا پنځم لوى بند دى، چې درې لسيزې مخکې يې د کابل ښار ته برېښنا ورکوله، خو په تېرو جګړه ايزو شرايطو کې د دغه بند زيات ځايونه تخريب او وسايل ويجاړ او له کاره ولوېدل .

کانونه

په دغه ولايت کې تر اوسه پورې ٣٢ بېلابېل کانونه تثبيت شوي، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:

۱ – د بادام د سرخ بيدک د کروميټو کان (نرخ ولسوالي)، ۲- د ابدرې د کروميټو کان (نرخ )، ۳- د تيتمور د کروميټو کان (مرکز ميدان ښار)، ۴- د چغرې د کروميټو کان (نرخ ولسوالي)، ۵- د ده پاک د کروميټو کان (نرخ ولسوالي)، ۶- د لويې ابدرې د کروميټو کان (سيداباد ولسوالي)، ۷- د منګليو د کروميټو کان (سيداباد ولسوالي)، ۸- د هفت اسياب د کروميټو کان (سيداباد ولسوالي)، ۹- د نوريو د کروميټو کان (سيداباد ولسوالي)، ۱۰- د تنګي د چلپيکام د کروميټو کان (سيداباد ولسوالي) او ځینې نور  د یادونې وړ دي.

د يادونې ده چې دغه کانونه د ياد ولايت او نورو اړوندو رسمي ادارو لخوا تاييد شوي او دا کانونه د سيمو خلکو ته هم ښه معلوم دي او ځینې سيمه ييز وګړي خو پکې کله ناکله غير قانوني کيندنې هم کوي. که چېرې د کانونو وزارت د نړيوالې ټولنې په مرسته په دغه ولايت کې د کانونو په برخه کې دقيقې څېړنې تر سره کړي، نو لرې نه ده چې په دې ولايت کې به ځینې نورو مهم کانونه هم کشف او راڅرګند شي .

 تاريخي سيمې

په وردګو کې د ډېرو ځايونو په اړه د خلکو تر منځ په زړه پورې بحثونه کېږي، چې لا تر اوسه ورته رسمي ادارو مخه نه ده کړې او نه يې په اړه څېړنې پيل کړې دي؛ خو په دغه ولايت کې ١٨ ځايونه تثبيت شوي چې تاريخي سمې دي. له دې ډلې یې مهمې هغه دا دي: ګنبد شاه او د چغتايي خاندان (مرکز کانعزت کلی)، الغتا تاريخي ښار ګوټى (نرخ ولسوالي)، د خواجه بلند ولي تپه (نرخ ولسوالي)، ده مسلم تپه (نرخ ولسوالي)، کشک تکانه غونډۍ (جلريز ولسوالي)، سرچشمه زيارت (جلريز ولسوالي)، انګور باغ (چک ولسوالۍ سياب کلى)، کاپر کلا يا پاره کلا (دايميرداد ولسوالي)، بودک غونډۍ (دايميرداد ولسوالي)، چتو غونډۍ (دايميرداد ولسوالي)، کتب غونډۍ (دايميرداد ولسوالي) او ځینې نور یې مهم دي.

نامتو څېرې

غازي محمدجان خان وردګ، ډاکټر عبدالوکيل خان، ارسلان سليمي، غلام نبي خان وردګ، انجنير غلام محمد فرهاد، استادګل محمد، استاد عبدالجليل جدي، عصمتي وردګ، پوهاند عبدالقيوم خان وردګ، والي عبدالله خان وردګ، مولوي عبدالرب احدي، استاد حبيب الله رفيع، پوهاند ډاکټر لطيف بهاند، ډاکتر غلام فاروق وردګ، جنرال رحیم الله وردګ، محمد عارف ننګيار، شهرت ننګيال، پوهاند ډاکټر محمد موسى وردګ، پوهاند اکبر وردګ، محمد زبير شفيقي او ځینې نور کسان د دغه ولايت مشهورې څېرې دي، چې له نومونو  سره يې هېوادوال اشنا دي او کېداى شي چې په پورته شمېره کې ځينې نورې پاتې نوموتې څېرې هم ورزياتې شي.

رسنۍ

 په وردګو ولايت کې که څه هم رسنۍ دومره مخينه نه لري، خو جغرافيوي موقعيت او امنيتي وضعيت ته په پام سره يې رسنيو د نورو برخو په څېر وده نه ده کړې. په دغه ولايت کې مطبوعاتي هڅې او خپرونې په تېرو لسو کلونو کې پيل شوې دي، چې د بېلګې په توګه يې د جغتو، دريځ، عهد، آذان، ځلانده راتلونکې، وردګ، مڼه، جلګه، ځوانان مهالنۍ او مياشتنۍ خپرونې يادولاى شو. د دې تر څنګ دښاروالۍ راډيو چې اوس يې خپرونې بندې شوې دي هم فعالیت کوي. په دغه ولایت کې ځینې نورې رسنۍ هم فعالیت کوي چې مهمې هغه یې دا دي: ملي راډيو- ټلوېزيون، د يووالي غږ، ځلا ټلوېزيون، چک راډيو، ملي هدف، پيزوان، بدلون، ښاروالي اونيزه او مشوره یې د یادونې وړ دي .

مدني او کلتوري ټولنې

په دغه ولایت کې د لنډمهالې ادارې په رامنځته کېدو سره ځینې بېلابېلې ټولنې رامنځته شوې دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

 عهد ادبي او کلتوري ټولنه، د جغتو مدني او کلتوري بهير، د ميدان ځوانانو ادبي او کلتوري ټولنه، د سليمان فارس فرهنګي مرکز (د ميدان خپرندويه ټولنه)، د نرخ ځوانانو عالي ټولنه، د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه، د وردګو ځوانانو ادبي ټولنه، د چک ادبي بهير، د وردګو ځوانانو مدني ټولنه، د ژورنالېستانو اتحاديه، د ځلاند هنري او تربيوي ټولنه، د ميدان وردګو د ځوانانو ملي ټولنيز ارګان، د خويندو يون ټولنه او ځينې نورې ادبي او کلتوري تولنې په دغه ولایت کې فعالې دي .

دغه راز په دغه ولايت کې د مڼې ګل په نامه مشاعره چې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته هېوادوال راځي، هم د یادونې وړ ده .

دغه مشاعره په لومړي ځل په چک ولسوالۍ کې رامنځته او له هغه وروسته د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړېده، چې د ناامنيو له امله اوس د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې هر کال جوړيږي.

 ګالري

د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د عبدالرب احدي په نامه ملي ګالري شاوخوا دوه کاله مخکې جوړه او د ليدونکو پر مخ پرانيستې ده . په دې ګالرۍ کې سلګونه بېلابېل انځورونه ايښودل شوي چې هره ورځ ځینې کتونکي يې نندارې ته ورځي .

په دې ګالرۍ کې د افغانستان د پخوانيو پاچاهانو، غازيانو، د جهاد په دور کې د دغه ولايت د ځینو شهيدانو او قوماندانانو او د انځورګرانو په لاس د خلکو د ژوند انځور شوي بېلابېل عکسونه شته .

لوبې

په دغه ولايت کې خوسى، غېږنيونه، تيږه اچونه، ژمى پر واوره يخمالک خوړل، چندرۍ، ګام اچول او منډه وهل يې دوديزې لوبې دي، چې له ډېر پخوا راهيسې دود دي؛ خو واليبال، فوټبال، کرکټ، تکواندو، جيدو، وزن پورته کول، د بدن ښکلا او ځینې نورې لوبې په رسمي بڼه په دغه ولايت کې مینه‌وال لري، خو په دې وروستيو کې کرکټ، فوټبال او واليبال لوبو ډېره وده کړې او مينه وال يې زيات شوي دي.

د دغو لوبو د ودې لپاره د شخصي کلبونو تر څنګ، د دغه ولايت په مرکز کې د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې شاوخوا پنځه کاله مخکې يو پراخ لوبغاړى جوړ کړ، چې هر وخت پکې لوبغاړي لوبې تر سره کوي.

Previous Post

کرنې وزارت: راتلونکی‎کال د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲متراکم بڼونه جوړوو

Next Post

خوندي امریکایي سرتېري او په وینو کې ډوب افغانان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
زابل
راشه ورشه

زابل

by Spogmai Radio
دسمبر 7, 2020
Next Post
د جمهوریت کمزوری او وېشلی پلاوی بیا سختو خبرو ته ورځي

خوندي امریکایي سرتېري او په وینو کې ډوب افغانان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چابهار بندر ته د هند د مرسته شوو غنمو بله بېړۍ هم را رسېدلې ده

چابهار بندر ته د هند د مرسته شوو غنمو بله بېړۍ هم را رسېدلې ده

سپتمبر 6, 2020

د چين استازي اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو ته د وده ورکولو غوښتنه وکړه

سپتمبر 17, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved