سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

خوندي امریکایي سرتېري او په وینو کې ډوب افغانان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
in تبصرې
0
د جمهوریت کمزوری او وېشلی پلاوی بیا سختو خبرو ته ورځي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته په افغانستان کې یو امریکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی. نوموړي ویلي چې دا لوی پرمختګ دی او په افغانستان کې د ټرمپ تګلاره بریالۍ ده. ارګ وايي چې امریکايي سرتېري ځکه نه دي وژل شوي، چې طالبان له حکومت او افغانانو سره جګړه کوي او طالبان بیا وايي چې دا ښيي چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او که په داخلي برخه کې هم کوم توافق کېږي، نو دوی به همداسې ژمن پاتې کېږي.

د پمپیو دا خبرې هر افغان ته له درده ډکې دي. د افغانستان جګړه یوه امریکايي جګړه وه او لا هم ده. جګړه امریکا پیل کړه، امریکا وغځوله او لا هم د امریکايي ګټو لپاره روانه ده. پخوا که په دې جګړه کې افغانان وژل کېدل، خو یو یو درد به یې امریکا ته هم رسېده، خو له بده مرغه امریکايي ځواکونه اوس په خپلو اډو کې خوندي دي، افغانان یو بل سره وژني او لا هم معلومه نه ده چې تر کله به د افغانانو وژنه همداسې روانه وي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

امریکا په افغانستان کې لومړی امنیتي تړون د همدې لپاره وکړ چې سرتېري یې اډو ته ور ټول شي او مرګ ژوبله یې کمه شي. دا هغه وېره وه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي لرله او هغه په زغرده دا خبره کړې هم وه او له همدې امله امنیتي تړون هم لاسلیک نه شو، خو ولسمشر غني تړون لاسلیک کړ. امریکايي ځواکونه په اډو کې تر ډېره خوندي شول او مرګ ژوبله یې ډېره راکمه شوه. له دې امله چې بیا هم ګواښ و او وېره وه چې دا ګواښ به طالبانو ته د پرمختللو وسلو په رسېدو سره لا زیات شي، نو ځکه یې د سولې خبرې پیل کړې او د دوحې له هوکړې وروسته اوس دا دی امریکایان پوره خوندي شوي دي. خبره یوازې دا هم نه ده چې امریکایان خوندي شوي، بلکې د امریکا لګښتونه هم میلیاردونه ډالره راکم شوي دي او سرتېرو ته یې د خوندي وتلو لاره برابره شوې ده.

ښايي د جګړې ښکېل لوري دا حالت توجیه کړي، مقابل اړخ ملامت کړي او یا بل دلیل ووايي، لکه اوس یې چې ویلی دی، خو دا په رښتیني مانا هر افغان ته له درد، غم او خپګان څخه ډک حالت دی او د پمپیو خبره د هر افغان زړه دردوي. دا د خواشینۍ خبره ده چې اشغالګر ځواکونه خوندي دي او یا هم خوندي وځي، خو افغان لا هم په وینو کې مزل کوي او هره شېبه یې وینې او خوښې په بمونو او مرمیو سوځېږي.

اوس هغه وخت دی چې دا حالت بدل شي. که امریکا خوندي وي، افغان هم باید خوندي وي. د سولې روانې خبرې باید په جدیت سره مخ ته یووړل شي، دا خبرې باید ژر پایلې ته ورسېږي او په دې برخه کې هر ډول غلفت د افغان وژنې د دوام سبب ګرځي. ټول اړخونه باید ژر تر ژره یوه داسې تړون او توافق ته لاره هواره کړي چې ټول افغانان خوندي کړي او بیا موږ همداسې یو خبر ولرو چې له توافق وروسته یو افغان هم په جګړو کې نه دی وژل شوی.

Previous Post

وردګ

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
مشرانو جرګه: امریکایانو ته خپل سرتېري مهم دي، د افغانانو د وینو پروا نه ساتي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د نړيوال وارداتي نندارتون راتلونکی پرمختګ به څنګه د چين او نړۍ همکارۍ لا پياوړې کړي؟

نوومبر 6, 2023
افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد وبلل شو

افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد وبلل شو

دسمبر 11, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved