ټاکل شوې چې سبا د جنورۍ په پنځمه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي نو په همدې موخه به د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوحې ته روان شي. بلخوا مذاکراتي پلاوي تېره ورځ ناوخته له ولسمشر غني سره کتلي دي او د خپلو پلانونو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړي دي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې مذاکراتي پلاوی د افغان حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید په مذاکراتو کې د افغانانو له حقوقو دفاع وکړي. ولسمشر همدا راز ویلي چې مذاکرات باید د اساسي قانون پر بنسټ مخ ته یوړل شي. ټاکل شوې چې په دې پړاو مذاکراتو کې به افغان حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړي خو طالبانو تر اوسه د دویم پړاو مذاکراتو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
































