چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

یو بوټی ګل او نړۍ

فهیم لمر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 5, 2021
in روغتیا او ژوند
0
یو بوټی ګل او نړۍ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

په دې پوهېږی چې یو بوټی ګل کولی شي ستاسو ژوند او نړۍ ته بدلون ورکړي؟ تاسو به فکر هم نه وي کړی، چې د یوه بوټي ګل پالنه څومره شیان ستاسو په ژوند کې پنځوي او له ډېرو بدلونونو سره به مو مخ کړي. له تاسو څخه یو بامسوولیته انسان جوړوي، د پنځونې د فکري لید خاوند به شی، یو ښه مدیر به وی، له اروایي اړخه مو هم تر اغېز لاندې راولي او بالاخره د نورو د هڅونې لامل او الګو به وی. د تجارتي تګلارو د پنځونې خاوند به شی او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې طبیعت به هم ستاسو له مثبتې اغېزې بې برخې نه وي.

په دې مقاله کې موږ  د هغو مهمو ټکو یادونه کړې ده، چې موږ  یې د یو بوټي ګل په ساتلو یا روزلو سره تر لاسه کولی شو.

حقوق

کله چې موږ تصمیم نیسو، چې د یوه بوټي ګل پالنه وکړو، په حقیقت کې موږ یوه حقوقي رابطه یا اړیکه منځته راوړو، لکه څرنګه چې هره حقوقي اړیکه یا قرارداد ځینې حقوق او وجایب منځته راوړي، همداسې باید د یوه ګل د روزلو لپاره موږ باید خپل ګل ته په وخت اوبه ورکړو، د ګل لپاره ضروري مدني مواد چمتو کړو، د ضرورت په وخت یې خاوره بدله کړو او په مقابل کې تمه ولرو چې ګل مو ښه وده وکړي، څو زموږ د استوګنې ځای ته ښکلا وروبښي او ساحه معطره کړي. دا خپله دې یوې مستقیمې حقوقي اړیکې ښکارندویي کوي، چې د ځینو حقوقو او وجایبو پنځونه منځ ته راوړي. کله چې د یوه ضرورت پر اساس موږ  د خپل ګل پالنه د یوې موده لپاره د کورنۍ یوه بل غړي او یا خپل یوه دوست ته ورسپارو، موږ یوه بله غیر مستقیمه رابطه جوړه کړه. نو د یو ګل روزنه او پالنه په عملي بڼه حقوقي پاردایم زموږ په ژوند کې لوبوي. په دې برخه کې د یوه ګل روزنه تر ټولو ښه تمرین دی او دا کولای شي زموږ په ژوند کې د یوې حقوقي مسئلې د ښه پر مخ وړلو لپاره ښه تمام شي.

مدیریت

په ژوند کې چې د هر کار مسوولیت موږ پر غاړه اخلو، نو تمه لرو چې پایله یې ښه وي. که داسې نه وي، موږ دې ته اړ باسي څو خپله تګلاره بدله کړو. لکه څرنګه چې مدیریت په بېلابېلو تګلارو د اجزاوو هدایت کول د هدف پر لور دي او مدیریت د علم تر څنګ پر هنر یا مهارت ډېر متکي دی، نو کله چې موږ د یوه بوټي ګل مسوولیت پر غاړه اخلو او پالنه یې کوو، کله چې مطلوبه پایله پکې احساس نه کړو، موږ اړ باسي چې په خپله تګلاره کې ځينې بدلونونه ومنو څو هدف ته ورسېږو. دا د دې لامل کېږي چې موږ  له نویو تګلارو او میتودونو سره بلد شو او په عملي بڼه د یوه مدیر نقش ولوبوو او د ژوند په نورو چارو کې هم له ورته تګلارې څخه ګټه پورته کړو. نو د یوه بوټي ګل پالنه له موږ څخه یو ښه مدیر جوړولی شي.

خلاقیت او پنځونه

خلاقیت او پنځونه زموږ په ژوند کې دوه ډېر اساسي فکټورونه دي او تر ډېره هغه انسانان چې  دغه دوه فکټورونه په بېلابېلو برخو کې کاروي، ګټه هم ترې پورته کوي او هغه ده چې بیا په ټولو چارو کې بریالي هم دي. خلاقیت او د پنځونې استعداد په وګړو کې توپیر لري. په ځینو کې ښه او په  ځینو کې بیا ښه نه وي. هغه انسانان چې په پنځ مین دي او د هغه د خلقت په هکله فکر کوي، د خلاقیت او پنځونې استعداد یې ښه وده کړې؛ ځکه د طبیعت خلقت ډېر ښکلی او له ظرافتونو څخه ډک دی. ګل خپله د پنځ له جوړښتونو څخه دی او د ډېرو ښکلو رنګونو، جورښتونو او ظرافتونو درلودونکی دی. کله چې تاسو دې ته چمتو کېږی چې د یوه ګل روزنه وکړی، هغه ده چې تاسې د هغه په اړه د معلوماتو راټولولو او ځان پوهولو لپاره هم هڅې کوی او په دې ډول سره ستاسې پوه او خلاقیت زیاتېږي او بالاخره ستاسو اړیکه د طبیعت له جوړښتونو سره پیاوړې کېږي. دا اړیکه به تاسو پر یوه ښه پنځګر بدل کړي.

اروایي اړخ

که تاسو پر اروایي ناروغۍ اخته شوي وی او یا کوم دوست، د کورنۍ غړی مو له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان وي، نو کله چې تاسو د اروایي ناروغیو له رنځورپوه سره ووینی، خامخا به یې تاسو ته یو وړاندیز دا وي چې له طبیعت سره خپله اړيکه پیاوړې کړئ او د طبیعت ښایسته جوړښتونو ته ګورئ او څومره مو چې له وسه کېږي، ځان مصروف وساتئ. نو د یوه بوټي ګل روزنه تاسو مصروف ساتي، له بې مورده سوچونو څخه مو ژغوري او د ګلانو ښایسته جوړښت مو ذهن نه پرېږدي چې د منفي څیزونو په هکله فکر وکړی. دا کار مو اروایي اړخ پیاوړی کوي او له اروایي ناروغیو څخه مو ژغوري. د انسان په بدن کې د هغو هورمونونو د افراز د کمښت لامل ګرځي چې ډار او خپګان رامنځ ته کوي او بلعکس ستاسې په وجود کې مثبته انرژي افرازوي.

طبیعت

طبیعت بشریت ته د خدای لویه ډالۍ او پیرزوینه ده او انسانان باید د هغه په قدر پوه شي، خو له بدمرغه د نوي عصر نزاکتونو نه دا چې له طبیعت څخه یې ساتنه نه ده کړې، د هغو د ککړتیا او له منځه تلو لوی لامل شوي. د هوا ککړتیا، د شنو ساحو له منځه تلل او د ځمکې د ګرمېدو کچې لوړېدل دا ټول هغه مسایل دي چې دا ادعا ثبوتولی شي. نو که تاسو د بوټو روزنې ته پراختیا ورکړی او ګلان وساتی، دا به د دې لامل شي چې ستاسو مینه به له طبیعت سره ډېره شي او د طبیعت د ساتلو او ښکلي کولو لپاره به عملي ګامونه اوچت کړی. دا مهمه نه ده چې تاسو د طبیعت له څنډو څخه څومره برخې ته ښکلا وربښلی شی. په همدې ډول که تاسو په دې برخه کې ښه وځلېدی، ډېر نور به له تاسو څخه تقلید وکړي او تاسو به خپل الګو ونیسي.

تجارت

شاید تاسو ته دا عجیبه ښکاره شي، چې د یوه بوټي ګل ساتنه له تجارت سره څه اړيکه لري؟ د انسان ذهني جوړښت په دې ډول دی چې ښکلي شیان خوښوي او د ښکلو څیزونو د جذب قوه تر ډېره پرې تاثیر کوي او غواړي هغه خپل کړي. نو که تاسو د یوه بوټي ګل د ساتلو هوډ وکړی، دا د دې لامل کېږي چې د وخت په تېرېدو سره تاسو د ګلانو په روزنه کې ښه مهارت تر لاسه کړی او د ګلانو د تکثیر او ډېرېدو له مختلفو تګلارو سره بلد شی. په همدې ډول د ګلانو بېلابېل رنګونه پیدا او وې روزئ چې د ګلانو په ډېرېدو سره تاسو کولی شی د ګلانو پېر او پلور شروع کړی، د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو په مرسته کولی شی پېرودونکي پیدا کړی، خپل شخصي بزنس به ولری او د ګلانو په یوه ښه کاروباري به بدل شي. هغه ده چې له دې لارې به تاسې د یوه ښه تجارت په چلول پوه شی او بیا کې په راتلونکي کې کوم تجارت کوی، مخکې له مخکې به تاسې یوه ښه تجربه ورته لری.

 

Previous Post

سراج: طالبان هڅه کوي خپله رهبري افغانستان ته راولېږدوي

Next Post

افغان سفارت د سفیرې رویا رحماني لپاره د ګټې وټې پر ځای بدل شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
افغان سفارت د سفیرې رویا رحماني لپاره د ګټې وټې پر ځای بدل شوی

افغان سفارت د سفیرې رویا رحماني لپاره د ګټې وټې پر ځای بدل شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Twilight Princess By Pragmatic Play Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
امریکا خپلو ډیپلوماټانو ته له اوکراین د وتلو امر کړی  

امریکا خپلو ډیپلوماټانو ته له اوکراین د وتلو امر کړی  

جنوري 24, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved