د بښنې نړیوال سازمان وایي بین الافغاني مذاکرات دې تر هر څه وړاندې بشري حقونه خوندي کړي. ددغه سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسوول په تازه څرګندونو کې ویلي دي افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوې دي، جګړې شدیدې شوې دي او د ملکي وګړو تلفات پکې ډېر دي. دغه سازمان په افغانستان کې هدفي وژنې هم د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې د دوحې په مذاکراتو کې باید ددغه مواردو د ختمېدو پر سر توافق وشي. دغه سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او بشري حقونو له نقض د مخنیوي سبب شي.
































