د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ته نیږدې سرچینې وایي چې،ولسمشر غني د خلیلزاد د ملاقات غوښتنه رد کړې او ویلي چې دی بوخت دی او وخت نه لري چې خلیلزاد سره وګوري، زلمی خلیلزاد د وړمې ورځې راهیسې په کابل کې دی او تر دې دمه یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، استاد سیاف ، حنیف اتمر او حمدالله محب سره لیدنې کتنې کړې دي، بلخوا راپورونه وایي چې ولسمشر غني د سولې پر روان بهیر ناخوښ دی او کوم څه چې شوي او کیږي د ولسمشر د پلان او غوښتنې مطابق نه دي روان.ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی له کابل څخه ترکمنستان او بیا دوحې ته لاړ شي.
































