د افغانستان پاسپورت د نړۍ د کم اعتبار لرونکو پاسپورتونو په ډله کې راغلی دی. هنلي پاسپورت جدول په خپله کلنۍ ارزونه کې ویلي چې د جاپان پاسپورت د نړۍ تر ټولو ډېر باوري پاسپورت دی. تر افغانستان وروسته، پاکستان، عراق، سوریه او سوډان هغه هېوادونه دي چې پاسپورتونه یې لږ نړیوال اعتبار لري. دغه جدول کې همدا راز راغلي چې د افغانستان د پاسپورت لرونکي ۲۶ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر کولی شي په داسې حال کې چې د جاپان پاسپورت لرونکي ۱۹۱ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر کولی شي.
































