چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 13, 2020
in تبصرې
0
د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون داسې خبرونه وو چې د بین الافغاني خبرو په بهیر کې تر شلو ورځو پورې ځنډ راځي او بیا به له دې ځنډ وروسته بېرته خبرې پیلیږي. د خبر سرچینو د دې ځنډ لامل په امریکا کې د کرېسمس رخصتۍ ګڼلي، خو ښايي د دې تر څنګ په خبرو کې په ټپه ولاړ حالات، اختلافونه، په امریکا کې د واک لېږد او ځینې نور مسایل د دې ځنډ سبب شوي وي.

خو ایا دا ځنډ سم دی؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې په خبرو کې ځنډ، که یوه ورځ او یو ساعت هم وي، د منلو نه دی؛ ځکه چې جګړه روانه ده او په همدې یوه ساعت او یوه ورځ کې هم افغانان وژل کېږي او که یو ساعت او یوه ورځ مخکې هم توافقات کېږي، نو د لسګونو افغانانو د مرګ‌ژوبلې مخه به نیول شوي وي. پر دې بنسټ په خبرو کې ځنډ او وقفه د لا ډېرو افغانانو د وژنې زمینه برابروي. له همدې کبله دواړه ټیمونه او هر څوک چې د افغانانو ریښتینی استازیتوب کوي، باید دا ځنډ ونه غواړي او نه هم دا چاره د سولې او افغانانو په ګټه وګڼي.

د دغه ځنډ لپاره چې ظاهراً اوس کوم څه یادیږي، قانع کوونکي نه دي، خو که وروسته د ځنډ رسمي اعلان کېږي او بیا نور دلایل یادیږي، هغه جلا خبره ده. د امریکا له کرېسمس رخصتیو او هلته نوي حکومت ته د واک له لېږد سره د بین الافغاني خبرو تړل، نه یوازې دا چې د بین الافغاني خبرو تصویر ته زیان اړوي، بلکې ښکاره کوي چې دا یوه امریکايي پروسه ده چې افغاني نوم ورکړل شوی دی. له بله اړخه د دواړو اړخونو د پلاوو ستړیا یا هم بل څه دغه ځنډ نه شي توجیه کولی. دواړه ټیمونه په دوحه کې نرم او ګرم پراته دي، په ښکلو او له سهولتونو په ډکو ځایونو کې اوسېږي، د دوی خبرې ډېرې کمې دي او هېڅ داسې څه یې نه دي کړي، چې دوی دې پرې ستړي شي. له همدې کبله تر اوسه پورې د خبرو د ځنډ لپاره هېڅ داسې کوم قانع کوونکی دلیل نشته.

که ځنډ راځي، باید سم او قانع کوونکي دلایل وي. په سوله کې له یوه مهم پرمختګ وروسته او یوه نوي پړاو ته د داخلېدو لپاره ښايي د یوه ځنډ اړتیا وي. که پر اجنډا توافق وشي او له هغه وروسته دواړه لوري د اجنډا پر موضوعاتو د خپلو مشرانو سره د مشورو لپاره او یا هم د خپلو طرحو د وړاندې کولو لپاره یو لنډ ځنډ ته اړتیا ولري، ښايي ځنډ توجیه شي. یا هم دا چې دواړه اړخونه د سولې په خبرو کې له پرمختګ سره هم‌مهاله د خبرو دا لا ښه دوام لپاره د خبرو ځای بدلوي او د دغه بدلون لپاره ځیني تخینکي کارونه وخت ته اړتیا ولري، بیا هم ښايي دا ځنډ توجیه شي. یا ښايي بل کوم داسې دلیل وي چې هغه د دغه ځنډ لپاره مقعول دلیل شي.

دواړه اړخونه باید درک کړي چې د دوی په کار کې ځنډ او خنډ د دې سبب کېږي چې د لا زیاتو افغانانو وینې تویې شي، له همدې امله دوی مخامخ د خپلو خلکو او خدای تعالی پر وړاندې مسوول دي. دوی باید روانې جګړې، وژنو او د سولې اړتیا ته وګوري او بیا د ځنډ په اړه پرېکړه وکړي او هېڅکله باید هېره نه کړي چې هر خنډ او ځنډ د افغانانو د وژنې فرصتونه زیاتوي.

Previous Post

د تېرو غمونو تاثير دی چې اوسني ژوند ته په مينه ګورو

Next Post

د وخت مدیریت

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د وخت مدیریت

د وخت مدیریت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چن ون چينګ به له سينګاپور او جنوبي افريقا څخه رسمي لېدنې وکړي

جون 18, 2024
کابل والي: د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معافېږي

کابل والي: د ۳۵۰ زره کابل ښاریانو د برق او اوبو بیل معافېږي

مې 28, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved