چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د تېرو غمونو تاثير دی چې اوسني ژوند ته په مينه ګورو

لیکوال: شي مونګ/ ژباړنه : سپوږمۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 12, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د تېرو غمونو تاثير دی چې اوسني ژوند ته په مينه ګورو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د هر کال د ډسمبر په ۱۳مه په چين کې د نانجينګ ښار د ټولوژنې په مناسبت د ملي ماتم ورځ وي. د چين حکومت په دې ورځ د درنو مراسمو په تر سره کولو سره د نانجينګ ښار په ټولوژنه کې د څه باندې دریو لکو بې ګناه قربانيانو په اړه خپګان او ویر څرګندوي.
افغان ملګري ښايي په دې اړه فکر ونه شي کړی. کابو ۷۰ کاله وړاندې چين يو وروسته پاتې، بې وزله او کمزوری هېواد و. جاپاني تېري کوونکو او يرغلګرو د دويمې نړيوالې جګړې په موده کې چينايانو ته بې حسابه ځاني او مالي زيانونه ورسول او يوازې يې د چين د هغه وخت پلازمېنې نانجينګ ښار کې څه د پاسه درې لکه بې ګناه وګړي ډېر په بې رحمۍ ووژل، ستر بشري ضد جنايت يې تر سره کړ، داسې جنایت چې مثال به يې ډېر کم وي. د چينايانو په ذهن کې دا له دردونو او غمونو څخه ډکه او نه هېرېدونکې تاريخي واقعه ده. دا چې چينايان هر کال د ملي ماتم په دې ورځ د خپلو عزيزانو او وطن‌والو په ياد ناستې، غونډې او ځينې نور فعاليتونه تر سره کوي، دا د دښمنۍ د تازه کولو او خپرولو په موخه نه کوي؛ بلکې ټولې نړۍ ته د دې ښودنه کوي چې چينايان په تېرو وختونو کې د غمونو او سختيو په ګاللو او زغمولو سره تر هر چا زيات د سولې، ارامۍ، سوکالۍ او پرمختګ پر اهميت ښه او زيات پوهېږي او اوسني نېکمرغه ژوند ته لا په درنښت ګوري او په مينه يې ساتنه او پالنه کوي. چين به د نړيوالې سولې لا ټينګ ساتونکی او ملاتړ کوونکی اوسي.
د ۱۹۳۷کال په پای کې جاپاني يرغلګر پوځ د چين د هغه وخت پلازمېنه نانجينګ ښار ونيو او بيا يې کابو د ۴۰ ورځو په ترڅ کې پر وګړو بې ساري ظلمونه او د ټولوژنې نه بښونکي جنايتونه تر سره کړل. د دويمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د لرې ختيځې نړيوالې پوځي محکمې او د نانجينګ پوځي محکمې د اړوندو محاکمو د پلټنو، شواهدو او معلوماتو له مخې، د يادې ټولوژنې په اړه معلومه کړه چې جاپاني تېري کوونکو د چين څه د پاسه درې لکه ولسي وګړي او جنګي اسيران قصداً وژلي، پر کابو شل زرو چيني ښځو يې جنسي تېري کړي او د دغه ښار يو پر درېيمه برخه ودانۍ يې ويجاړې او سوزلې دي. دغه پېښه د چينايانو په زړونو کې نه هيرېدونکې ده او د هېچا لخوا د بښنې وړ نه ده.
د چين ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د دغه هېواد حکومت او خلک هر کال په بېلابېلو لارو چارو سره د يادې ټولوژنې د قربانيانو په اړه وير او خپګان څرګندوي. د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۲۷مه د چين د ملي ولسي کانګرېس دايمي کمېټې په ۷مه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د هر کال ډسمبر ۱۳مه دې په نانجينګ کې د ټولوژنې د ملي ماتم د ورځې په توګه وټاکل شي. د دې پرېکړې په تصويب سره د يادو قربانيانو په اړه د وير او خپګان څرګندولو فعاليت په دولتي کچه تر سره کېږي او له تېري کوونکو سره د مبارزې، غندنې او د انسانانو د وقار، عزت، شرافت د ساتلو او د نړيوالې سولې د خونديتوب په اړه د چينايانو د ټينګ دريځ او هوډ څرګندونه کيږي.
موږ تېرو وختونو ته په کتنې سره تاريخي تجربې راغونډوو. چينايان په تېرو وختونو کې د غمونو او دردونو په احساسولو سره د سولې او پرمختګ پر اهميت او ارزښت لا ښه پوهېږي. ۲۰۲۰ کال چې نړيوالو ته دومره ارام کال نه دی، د کرونا وبا خپرېدل، يو اړخيزم، تبعيض او د ځينو هغو د بادارۍ غوښتنې رويې په ګډون، ډېرې ستونزې جوړې او رامنځ ته شوې دي. لکه څنګه چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير ((وانګ يي)) د تېرې مياشتې په يوه وينا کې ويلي، انسانان له خپلې ځيرکتيا، ضمير، جرئت او زړورتيا څخه په ګټې اخيستنې سره همېشه دا انتخابوي چې د ګډو ننګونو پر وړاندې سره يو موټی شي، ايا بنديزونه او جلا کېدنه بهتره ده که ورخلاصون او پرانېستنه؟ ايا دروازې بندول به بهتره وي که له يو بل سره همکاري کول؟ له تاریخي واقعيتونو تل دا بيا بيا ثابته شوې ده چې د انسانانو برخليک ګډ او يو د بل پر مټ ولاړ دی او پر مخ ځي، څو اړخيزم د انسانانو ګډه غوښتنه او مناسبه لاره ده او دا نړيواله اداره او اړيکې پياوړې کوي.
۲۰۲۱ کال به د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر وي او د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان شروع او لومړی کال به وي. چين به په راتلونکي کال کې د عصري سوسياليستي هېواد د هر اړخيزې ابادۍ د نوي بهير دوره پرانيزي او دويمې سل کلنۍ موخې ته به لا ځان نږدې کړي. دغه هېواد به د نړيوال عدالت تر څنګ تل ټينګ ولاړ اوسي، پر څو اړخيزم به ټينګار کوي، د دوستۍ، صميميت، متقابلو ګټو او ټولشموليت په رڼا کې به خپلو ډيپلوماتيکو تګلارو ته دوام ورکوي، د افغانانو تر لارښوونې او حاکميت لاندې د افغان سولې له بهير څخه ملاتړ به قوي او دوامداره ساتي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته به لا اوږه ورکوي او پر مخ به یې بيايي او د افغانانو په شمول له ټولو نړيوالو سره به د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې او هڅې کوي.

Previous Post

د عراقي پارلمان غړی: نور په خپلو چارو کې امریکا ته د مداخلې اجازه نه ورکوو

Next Post

د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې

د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين”د شن های لومړی نمبر“ د ګازو د استخراج د ګازي څاه ګانو چارې بشپړې کړي

چين”د شن های لومړی نمبر“ د ګازو د استخراج د ګازي څاه ګانو چارې بشپړې کړي

اگست 26, 2024
(UNDP) له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو د دوام ډاډ ورکړی

(UNDP) له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو د دوام ډاډ ورکړی

اکتوبر 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved