چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

اریا پوهنتون

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 10, 2021
in پوهنتون
0
اریا پوهنتون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

اریا پوهنتون چې په شمال زون کې د لومړنیو خصوصي تحصیلي بنسټونو له ډلې څخه شمېرل کېږي، د بنسټ ډبره یې په مزارشریف ښار کې د ۱۳۸۷ کال په دوبي کې اېښودل شوې ده. د دغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي علمي کادر، سمیع روحان په وینا، یاد پوهنتون په لومړیو کې د دریو پوهنځیو (طب، حقوق او سیاسي علومو او اقتصاد) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ چې د نوموړي په وینا، د مزارشریف او څېرمه نورو ولایتونو د اوسېدونکو د غوره هرکلي په پایله کې یاد پوهنتون هڅه وکړه، څو د خپلو پراختیایي پروګرامونو په لړ کې ځینې نور پوهنځي هم رامنځته کړي. دی وایي، له نېکه مرغه موږ په ۱۳۹۰ کال کې بریالي شوو څو اریا پوهنتون ته له لوړو زده کړو وزارت څخه د دوو نورو پوهنځیو (انجنیري او کمپیوټر ساینس) جواز تر لاسه کړو او په همدې کال یاد پوهنتون د همدې پوهنځیو په برخه کې خپل فعالیت پیل کړ.

د دغه پوهنتون علمي مرستیال وایي، انجنیري پوهنځی یې یو ډېپارټمنټ (سېول)، حقوق او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډيپلوماسي)، اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (اداره او تجارت او د محاسبې د مدیریت اداره)، کمپیوټر ساینس پوهنځی یې یو ډېپارټمنټ (BCS) او طب پوهنځی یې هم یو ډېپارټمنټ (عمومي معالجوي) لري.

ښاغلی روحان وایي، اریا پوهنتون د هغو محصلينو  په ګډون چې د کانکور ازموینې له ورکړې وروسته یې په دغه پوهنتون کې نوملیکنه کړې ده، ټول ۳۳۰۰ محصلين لري. هغه زیاتوي چې په ټوله کې اریا پوهنتون کې ۳۳٪ ښځینه زده کوونکې او پاتې نور یې نارینه محصلین جوړوي.

نوموړی وايي، د ماسټرۍ د پروګرام په برخه کې یې په ۱۳۹۲ کال کې د خپلو فعالیتونو طی مراحل له ولسمشرۍ مانۍ او اړوندو نورو ادارو څخه پای ته ورسول، خو دا چې د ملي وحدت حکومت له تشکیلېدو وروسته د ماسټرۍ د پروګرامونو لړۍ وځنډېده، له همدې امله مو د ماسټرۍ د پروګرام چارې له پرمختګ څخه پاتې شوې، خو له ۱۳۹۸ کال راپدېخوا مو د ماسټرۍ د پروګرام په برخه کې خپلې هڅې پیل کړې دي او هیله من یو چې په دې برخه کې به هم ډېر ژر خپل فعالیت پیل کړو او د ماسټرۍ په برخه کې هم محصلين جذب کړو.

د ښاغلي روحان په خبره، اریا پوهنتون په مختلفو دورو کې فارغین ورکړي دي چې ځینو پوهنځیو یې تر دوولسو- دیارلسو دورو او ځینو نورو یې بیا د درسونو د پیل نېټې ته په کتو تر اتو یا نهو دورو پورې فارغین ورکړي دي چې په ټوله کې یې تر اوسه له خپلو پنځو پوهنځیو څخه ۳۲۰۰ محصلين فارغ کړي دي.

 ښاغلی سمیع روحان وايي چې په وروستیو کلونو کې د هېوادوالو اقتصادي ستونزو او د لوړو زده کړو وزارت لایحې ته په کتو چې د لوړو زده کړو موسسو ته یې د محصلين د ډېر جذب په برخه کې معیارونه ټاکلي دي، د هغوی په نوو جذب کېدونکو محصلينو کې هم توپير راغلی دی. دی وايي چې په منځنۍ کچه اریا پوهنتون خپلو مختلفو پوهنځیو ته هر کال له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو پورې محصلين جذبوي او په همدې ترتیب هر کال شاوخوا له ۵۰۰ تر ۷۰۰ محصلين فارغوي.

اریا پوهنتون د بې وزله، ممتازو او هغو محصلينو لپاره چې له یوې کورنۍ څخه دوه یا درې تنه په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، ځانګړی تخفیف په پام کې لري. داسې چې له یوې کورنۍ څخه دوه یا درې تنه نوملیکونکو او بې وزله محصلينو ته ۲۰٪ تخفیف ورکوي، همدارنګه هغه کسان چې په دولتي کانکور ازموینه کې خصوصي پوهنتونونو ته واجد شرایط ګڼل شوي دي، ځانګړی تخفیف لري.

ښاغلی روحان وایي، اریا پوهنتون محصلينو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په لړ کې ډېر فعالیتونه تر لاس لاندې لري، چې له هغې ډلې یې کتابتون، لیلیه، لابراتوار او د څېړنو مرکز ته اشاره کولای شو. دی زیاتوي چې اریا پوهنتون د مجهز کتابتون لرونکی دی چې یاد کتابتون د پوهنتون په محوطه کې د ننه قرار لري او لسګونه زره جلده کتابونه پکې شته. نوموړی وایي چې محصلين یې ډېر لږ د ښار کتابپلورنځیو او کتابتونونو ته د مطالعې او مالوماتو د لاسته راوړلو لپاره اړ کېږي. دی وايي چې اریا پوهنتون په پلان کې لري څو په ۲۰۲۱ کال کې د پوهنتون د ننه د کتابتون او د څېړنو د مرکز لپاره یوه ځانګړې ودانۍ تاسیس کړي، چې په دې سره به د څېړنیز مرکز او مطالعې په برخه کې شته ستونزې په بشپړه توګه له منځه لاړې شي.

روحان زیاتوي، اریا پوهنتون په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ډېرو خصوصي او دولتي روغتونونو، علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره اکاډمیکې اړیکې لري. له دې ډلې له هېواده د باندې په ترکیه، هندوستان، امریکا، کاناډا، تاجکستان او قبرېس هېوادونو کې له ډېرو کدري بنسټونو سره اړیکه لري چې محصلين یې په فعال ډول هم پخوا او هم اوس د خپلو زده کړو د دوام او تجربو د تر لاسه کولو لپاره هلته تللي دي.  پر دې سربېره، د هېواد د ننه له بلخ پوهنتون، په خوست کې د زمزم له لوړو زده کړو موسسې او همدارنګه په ننګرهار، پکتیا او نورو ولایتونو کې له ډېرو علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره اکاډمیکې اړیکې لري. نوموړی زیاتوي چې په راتلونکي کې هم هڅه کوي څو په یاده برخه کې خپلو اکاډمیکو اړیکو ته لا پراخوالی ورکړي او وشي کولای چې محصلينو ته هر اړخیز علمي او ښوونیز فرصتونه برابر کړي.

د ښاغلي روحان په خبره، اریا هغه لومړنی خصوصي پوهنتون دی چې د لوړو زده کړو وزارت په کتاب کې یې د خصوصي پوهنتونونو په کچه ډیپلوم ثبت شوی دی او همدارنګه د شمال زون په کچه اریا پوهنتون هغه لومړنی پوهنتون دی چې لوړو زده کړو وزارت ورته د ډیپلومونو د توضع اجازه ورکړې ده چې تر اوسه یې د یاد وزارت له لوري شاوخوا ۱۵۰۰ ډیپلومونه تر لاسه کړي او توضع کړي دي. همدارنګه د دویمې دورې د ډیپلومونو او اسنادو لړۍ تر کار لاندې ده چې په نږدې راتلونکي کې به یې فارغو محصلينو ته د توضع پروسه پیل شي.

سمیع روحان وایي، اریا پوهنتون د محصلينو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ډېر امکانات تر لاس لاندې نیولي، چې له هغې ډلې انلاین ښوونیز سیسټمونه، د مدیریت انلاین پروګرامونه، برېښنایي زده کړې او داسې نور یادولای شو. همدارنګه مو د انلاین حاضرۍ، انټرنېټي زده کړو او مطالعې، لیلیې، ارامې او شنې فضا، د پوهنتون د دایمې ودانۍ، وړیا ترانسپورټ او داسې نورو اسانتیاوو په پام کې نیولو سره هڅه کړې ده څو محصلينو ته هغه امکانات برابر کړو، چې د غوره زده کړو لپاره ورته اړتیا لري.

ښاغلی روحان وایي، د پوهنتون په اړه مو راتلونکي پلانونه دا دي څو اریا پوهنتون په ملي او نړیواله کچه له نېک شهرت څخه برخمن کړو او تر څنګ یې غواړو چې په خپل پوهنتون کې د ماسټرۍ او دکتورا د پروګرامونو لپاره د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې برابرې کړو.

ښاغلی روحان زیاتوي، لکه څرنګه چې څرګنده ده په اوسنیو شرایطو کې په ځانګړې توګه علمي او اکاډمیک مرکزونه ډېر کله له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، د خصوصي پوهنتونونو د اسنادو، د نوو استادانو د تقرر او داسې نورو پروسو د طی مراحل کولو لړۍ ډېر کله له ځنډ سره مخ کېږي، نو که څه هم لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې په یادو برخو کې د پام وړ فعالیتونه او پرمختګونه کړي دي، خو بیا هم له یاد وزارت او اړونده ادارو هیله لرو څو د طی مراحلو په لړۍ کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي او په ځانګړې توګه خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Previous Post

اېل جي خپل نوي لپ‌ټاپونه معرفي کړل

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
شنونکي: ښکاري چې ولسمشر ته د موقت حکومت د جوړولو پیغام رسېدلی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د ګانا له ولسمشر سره وکتل

شي جين پينګ د ګانا له ولسمشر سره وکتل

اکتوبر 14, 2025
بند امیر کې سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې برابریږي

بند امیر کې سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې برابریږي

جولای 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved