پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو له پیلدو هرکلی کړی دی. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړه مذاکراتي ټیمونه باید په هېواد کې د روانو ناخوالو د ختمولو لپاره هڅه وکړي. دده په خبره د افغانانو ستره هیله دلته د روانې جګړې ختمېدل دي نو مذاکراتي پلاوو ته په کار ده چې افغانان یې دې هیلې ته ورسوي. ښاغلي کرزي زیاته کړې چې د سولې راوستل او جګړو ختمول د مذاکراتي پلاوو ایماني دنده ده او باید هر اړخیزه هڅه وکړي چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي. دمګړی په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او د افغان حکومت د پلاوي تر ټولو ډېر ټینګار د جګړې پر ختمېدو او اوربند پر تامین دی، خو طالبانو ویلي چې لومړی پر راتلونکي حکومت بحث کوي.
































