په دوحه کې دې مذاکراتي ټیمونه د ناندریو پر ځای ژر تر ژره د جګړې پر ختمولو هوکړې ته سره ورسېږي. د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علي احمد جلالي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه په یوه خوله په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده نو د مذاکراتو دواړو لورو ته په کار ده چې دوی هم په پوره صداقت د جګړې د پای ته رسولو او یوه پیاوړي حکومت پر جوړولو هوکړې ته سره ورسېږي. هغه همدا راز وايي چې په مذاکراتو کې د جګړې پر ختمولو هوکړې ته تر رسېدو مخکې پر موقت حکومت بحث کول بې ګټې دي او زیاتوي چې د جګړې پای ته رسېدل او اوربند تر هر څه لومړیتوب لري. نوموړي همدا راز ویلي چې په امریکا کې به د نوي حکومت په راتګ سره بدلونونه راځي خو عمومي نظر دا دی چې د افغانستان د سولې پروسه به دوام کوي.
































