په نیمروز کې په هوایي برید کې د ملکي وګړو وژل کېدو سخت غبرګونونه پارولي دي. په ټولنیزو رسنیو کې د هېواد سیاسي او حقوقي برخې فعالینو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او له حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې اړه وضاحت ورکړي. په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دغه ډول ظالمانه کړنې یوازې د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځ ته کوي او ستر بشري جنایت دی. د ټولنیزو رسنیو سلګونه کاروونکو دغه پېښه غندلې ده او هغه وحشیانه عمل بولي. وړمه شپه ناوخته هوايي ځواکونو د نیمروز په خاشرود کې پر یوه سیمه هوایي برید وکړ چې له امله یې اتلس ښځې او ماشومان وژل شوي دي. افغان حکومت بیا وایي دوی په سیمه کې د طالبانو پر یوه ګمرک هوایي برید کړی دی خو انځورونه ښيي چې په برید کې ښځې او ماشومان وژل شوي او د سیمې اوسېدونکي د پېښې ټول قربانیان ملکیان بولي.
































