چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په ښارونو کې بریدونه، لاملونه، تورونه او حللاره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 12, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره د غني د واک په ګډون ډېر څه قرباني کېدای شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په کابل او ځینو نورو ښارونو کې هدفي وژنې لا هم ګونګه چاره ده. حکومت وايي، بریدونه طالبان کوي، خو طالبان بیا بیا په دغو بریدونو کې لاس لرل ردوي. حکومت وايي چې طالبان له دې امله دا بریدونه کوي، چې پر حکومت د خلکو باور کم کړي، خو پړه یې ځکه نه اخلي چې له امریکا سره یې هوکړه کړې چې دا ډول کړنې به نه کوي. حکومت د ځینو بریدګرو ویډیوګانې هم خپرې کړې چې اقرار کوي، طالبان دي، خو طالبان بیا وايي چې دا ویډیوګانې جعلي دي او یا هم اقرار په زور اخیستل شوی دی. له همدې کبله لا هم خلک نه پوهېږي چې دا بریدونه څوک او ولې کوي.

دا بریدونه ځکه مبهم دي چې هېڅوک پکې خوندي نه دي. په دې بریدونو کې حکومتي کسان وژل کېږي، د حکومت او طالبانو دواړو منتقدین پکې وژل کېږي، مدني او سیاسي فعالین هم د دغو بریدونو قرباني دي او ژورنالېستان هم په پرله پسې ډول تر بریدونو لاندې راځي. اوس که دا بریدونه طالبان کوي، نو ولې پکې هر ډول خلک او آن د حکومت سیاسي مخالفین هم وژني!؟ که خبره له حکومتي اړخه وي، نو بیا ولې حکومتي کسان وژل کېږي!؟ تر دې ور هاخوا داسې کسان هم پکې وژل کېږي چې دواړو اړخونو ته یې هېڅ زیان نه وي رسېدلی او آن سړی نه پوهېږي چې بریدګرو به د دغو کسانو په وژلو سره څه تر لاسه کړي وي.

اوس یوه وېره خوره ده، هر څوک وېرېږي، حکومتي او نا حکومتي او ناپېیلي کسان ټول په وېره کې ژوند کوي او هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي. حکومت نږدې هره ورځ د بریدګرو د نیولو خبره کوي، خو بریدونه هغسې روان دي. که رښتیا هم بریدګر نیول کېږي او دومره ډېر نیول کېږي، نو بیا ولې بریدونه نه ودریږي!؟ تر دې مهمه دا چې ولې د دغو بریدونو د څرنګوالي او د بریدګرو د هویت او کړنو په اړه پوره معلومات له خلکو سره نه شریک کېږي!؟

داسې ښکاري چې اوس به یو اړخ په دې بریدونو کې ښکېل نه وي، بلکې ډېر اړخونه په پکې دخیل وي. د ډېرو بریدونو موخه به هم یوازې د وېرې او وحشت ایجادول وي. ښايي هڅه روانه وي چې د سولې پروسه تخریب شي او په دغو بریدونو سره وښيي چې یا خو طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او یا هم نورې ډلې شته چې له طالبانو پرته به هم جګړې ته دوام ورکوي. له همدې امله د دې بریدونو لاملونه تر هغه ډېر پېچلي دي چې په اړه یې ویل کېږي.

که دواړه اړخونه رښتیا هم داسې اسناد او شواهد لري چې ښيي مقابل لوری په دغو بریدونو کې ښکېل دی، نو پکار ده چې له خلکو سره یې شریک کړي. یوازې لنډې او هغه هم د نامعلومو اشخاصو ویډیوګانې کفایت نه کوي، بلکې په دې اړه باید له رسنیو سره ګډ کار وشي چې په تفصیل سره ټول جزیات او معلومات له خلکو سره شریک شي. آن دا هم یوه لاره ده چې له یوه ناپېیلي ټیم سره ټول اسناد او شواهد شریک شي، څو د افغانستان خلک پوه شي چې د دغو بریدونو تر شا څوک دي او څوک په دومره شدت سره د ملکي خلکو پر ضد جګړه مخ ته وړي.

Previous Post

څنګه د خپلو موخو څښتنان کېدای شی؟

Next Post

هره بریا؛ لويې ستونزې ته د ننوتو بیلېټ اخیستل دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
هره بریا؛ لويې ستونزې ته د ننوتو بیلېټ اخیستل دي

هره بریا؛ لويې ستونزې ته د ننوتو بیلېټ اخیستل دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر  پر بشري مرستو لګوي

نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر پر بشري مرستو لګوي

دسمبر 2, 2021

کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمیر (۶۴۵۱۸) تنو ته ورسید.

اپریل 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved