د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي اسلام اباد د افغانستان د سولې روانې پروسې د بریالیتوب او سیاسي حل موندنې لپاره د افغان حکومت له مشرتابه نیولې تر بېلابېلو مهمو سیاستوالو او طالبانو پورې ټولو سره په اړیکه کې دی. نوموړی وايي هېواد یې د افغان سولې مذاکراتو کې رغنده رول لوبولی دی. منصور احمد خان ویلي، اسلام اباد ته د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال هم خبرې تر ډېره په سوله ورټولې وې او پاکستان په صادقانه توګه طالبان قانع کړل او دوی ته یې څرګند پیغام ورساوه چې روانه جګړه پوځي حل نه لري. د نوموړي په وینا طالبان اوس یوه سیاسي بهیر ته داخل شوي دي. نوموړی وايي دوی د افغانستان د سولې پروسې پورې هیلې تړلي چې لومړی یې یوه ټولشموله سیاسي جوړجاړي ته د افغان سولې د روانو هڅو رسېدل دي. هغه وايي د پاکستان بله موخه دا ده چې افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په سیاسي، امنیتي، استخباراتي، ترانزیټي او نورو برخو کې پیاوړې اړیکې ولري.
































