د هرات په غوریانو ولسوالۍ کې د نفوذي کسانو په برید کې ۱۳ ځايي پولیس وژل شوي دي. د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه شوې ده او په هغه کې د طالبانو نفوذي کسانو پر خپلو ۱۳ ملګرو ډزې کړې دي او ددوی تر وژلو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. سرچینه کاږي چې ددغه کسانو شمېر درېیو ته رسېده او په اړه یې پلټنې پيل شوې دي. افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































