سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 17, 2021
in پوهنتون
0
ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسه چې په ډایکنډي ولایت کې موقعیت لري، د ۱۳۹۰ کال د ثور میاشتې په ۱۴مه یې له لوړو زده کړو وزارت څخه خپل د فعالیت جواز تر لاسه کړی دی. د لوړو زده کړو د یادې موسسې د علمي او تدریسي چارو مرستیال، علي پاکبین په وینا، د لوړو زده کړو دې موسسې خپل فعالیت د څلورو پوهنځیو (ښوونې او روزنې، انجنیري، حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد) په درلودلو سره پیل کړی دی.

د ښاغلي پاکبین په وینا، ښوونه او روزنه پوهنځی یې د ریاضي، ټولنیزو علومو، تاریخ، پښتو ادبیاتو او ساینس ډېپارټمنټونه یا څانګې لري، انجنیري پوهنځی یې د سېول ډېپارټمنټ، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د فقې او قانون، سیاسي علومو او حقوقو ډېپارټمنټونه لري او اقتصاد پوهنځی یې د تجارتي اقتصاد او مدېریت ډېپارټمنټونه لري، چې په ټولو فعالو پوهنځيو کې یې اوس عملاً محصلین پر لوړ زده کړو بوخت دي.

د ناسر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال زیاته کړه چې ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه اوسمهال ۱۲۴۳ برحاله محصلین لري، چې ښځینه او نارینه دواړه پکې شامل دي. خو دا چې څو سلنه یې نارینه او څو سلنه یې ښځینه محصلین دي، په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

نوموړی وایي، دا چې تر اوسه پورې یې هغه شرایط نه دي پوره کړي، چې د ماسټرۍ پروګرام درلودلو لپاره ورته اړتیا ده، نو تر اوسه پورې د لوړو زده کړو په یاده موسسه کې د ماسټرۍ کوم پروګرام هم نه لري، خو په پام کې لري چې د شرایطو تر پوره کولو وروسته په ځینو پوهنځيو کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي، څو یې محصلین له فراغت وروسته په اړوند پوهنځيو کې د ماسټري پروګرام هم تعقيب کړي. ښاغلی پاکبین زیاتوي، ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسې تر دې دمه په شپږو دورو کې ۱۷۸۲ محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، فارغ شوي محصلین یې خپله په ډایکنډي ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي او د هېواد لپاره خدمت کوي. ښاغلی علي پاکبین وایي، د لوړو زده کړو د لایحې له مخې خصوصي پوهنتونونه هر کال په دوو دورو کې د کانکور ازموینې په اخیستو سره د نوو محصلینو د جذب حق لري، چې یوه یې پسرلنۍ دوره ده او بله یې هم خزاني دوره. نوموړی وایي چې په یادو دورو کې تر ۳۵۰ پورې نوي محصلین جذبولای شي.

نوموړی وایي، د محصلینو لپاره په ځانګړو برخو کې تخفیف وړاندې کوي، داسې چې شاوخوا ۱۰۰ ښځینه محصلینو ته یې ۸۰٪ تخفیف په پام کې نیولی دی. په دې برخه کې یې ۴ هغو محصلینو ته ۱۰۰٪ تخفیف ورکړی دی چې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه دي او د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورپېژندل شوي دي او ۵۰ نورو ښځینه محصلینو ته یې ۳۰٪ تخفیف په پام کې نیولی دی. په ټوله کې ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسه د نویو راغلو محصلینو لپاره هم ځانګړی تخفیف په پام کې لري.

د خصوصي پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو موسسو یوه ښېګڼه دا وي، چې محصلین کولای شي د خپلې خوښې وړ وخت کې د زده کړو لپاره حاضر شي او تر څنګ یې نورې لوړې زده کړې او یا هم نور کاروبار وکړي. ښاغلی پاکبین همدا راز وایي، موسسه یې د ورځې په څلورو دورو کې تدریسي چارې وړاندې کوي. پاکبین زیاتوي، ناصر خسرو بلخي د لوړو زده کړو موسسه په ټوله کې ۹۳ استادان لري چې تر ټولو لوړ تحصیلي سند لرونکي استادان یې په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې تدریس کوي، چې د یادو ۹۳ استادانو په منځ کې ۳۵ سلنه یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لسانس دي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې پر کارپوه، مسلکي او خپل مسلک کې رسېدلي او تجربه لرونکي استادان پر دندو  وګوماري، څو پر کارپوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې علمي مرستال همدا راز زیاتوي، دوی د محصلینو  لپاره کتابتون لري چې د څلورو پوهنځیو لپاره په مختلفو برخو کې تر ۲۵۰۰۰ جلده پورې کتابونه لري. دی وایي چې په کتابتون کې موجود کتابونه یې تر ډېره د پوهنځيو اړوند دي، خو تر څنګ یې د ازادې مطالعې لپاره هم ډېر کتابونه په کتابتون کې ځای پر ځای کړي دی، څو محصلین وکولای شي وخت ناوخت په دغه کتابتون کې مطالعه وکړي او خپل معلومات زیات کړي.

ښاغلی پاکبین وایي، دوی په کور د ننه له ځینو پوهنتونونو سره لکه بامیان پوهنتون، ډایکنډي د لوړو زده کړو موسسه او په کابل کې له ځینو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري. خو په بهر کې یې له کوم پوهنتون یا علمي مرکز سره اړیکه نه ده ټینګه کړې. پاکبین زیاتوي، هڅه یې دا ده چې له هېواده بهر هم له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې ولري او په ځینو برخو کې ور سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي.

د ښاغلي علي پاکبین په وینا، تر اوسه پورې یې فارغ شویو محصلینو ته هغه ډیپلومونه نه دي ورکړي، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا توضیح کېږي، خو خپلو محصلینو ته یې رسمي تصدیق پاڼې ورکړې دي، چې محصلین کولای شي پر مټ یې دنده پیدا کړي او یا هم په نورو ځایونو کې ور باندې لوړې زده کړې وکړي. پاکبین وایي چې کله یې د دولتي ډیپلومونو د وېش وار ورسېږي، فارغ شویو محصلینو ته به دولتي ډیپلومونه هم ورکړي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، د موسسې ادارې یې د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ځینې پروګرامونه په پام کې نیولي دي، چې له دې ډلې څخه د علمي سمینارونو، پروګرامونو او ورکشاپونو دایرول هغه یې مهم دي. څو یې د محصلینو وړتیاوې لوړې شي او تجربې تر لاسه کړي. تر څنګ یې هڅه کړې ده چې محصلینو ته ټول هغه امکانات برابر کړي، چې یو پوهنتون یا د لوړو زده کړو یوه موسسه یې باید ولري.

ښاغلی پاکبین وايي چې دوی د پوهنتون د لا ښه والي او د علمي بډاینې په موخه ځينې ستراتیژيک او تطبیقي پلانونه لري، چې د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم به یې پلي کړي او پوهنتون به یې ور سره په هر اړخیزه توګه پرمختګ وکړي.

پاکبین وايي چې له لوړو زده کړو وزارت څخه په ځانګړې توګه د خصوصي پوهنتونونو په تړاو ځينې غوښتنې لري، د بېلګې په توګه، په نوو مقرراتو او لایحو کې له سخت ګیریو څخه کار نه اخیستل، د ماسټرۍ پروګرام د جواز تر لاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول او داسې نور هغه چې دوی ورسره پرمختګ کولي شي. همدا راز کابل ښار ته له ډایکنډي ولایت څخه غځېدلې لار ډېرې ستونزې لري، چې علمي او اکاډمیک بنسټونه یې له مرکز سره پر وخت له اړیکو نیولو څخه محروم کړي دي.

Previous Post

ایسټ ایژن فاریوم: د جنوبي اسیا په اړه به د بایډن سیاست ټرمپ ته ورته وي

Next Post

منفي فکر او بدبیني له څه شي سرچینه اخلي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
منفي فکر او بدبیني له څه شي سرچینه اخلي؟

منفي فکر او بدبیني له څه شي سرچینه اخلي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Lightning Blackjack By Yggdrasil Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
کندوز کې سږ د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ۷۰ سلنه ډېر شوي

کندوز کې سږ د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ۷۰ سلنه ډېر شوي

جولای 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved