چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

که پاتې امریکايي ځواکونه هم په ټاکلي وخت کې وځي!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 17, 2021
in تبصرې
0
که پاتې امریکايي ځواکونه هم په ټاکلي وخت کې وځي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د رسمي شمېرو له مخې اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه شته چې دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ټیټه شمېره ده. امریکايي چارواکو پخوا ویلي وو چې خپل ځواکونه کموي او له طالبانو سره د کړې ژمنې پر اساس یې باید پاتې نور ځواکونه هم په څه کمو څلورو میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي. له دې سره هم‌مهاله د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي؛ طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري. نوموړي په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي. محب ویلي چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

که ټول امریکايي ځواکونه په همدې ټاکلي وخت کې وځي، نو څه به پېښږي؟ ایا د حکومت تیاری او دریځ سم دی؟

که امریکايي ځواکونه وځي او په دې موده کې بین الافغاني خبرې نه وي بریالۍ شوې، نو نه یوازې دا چې د سولې خبرې به کمزورې او ان ښايي ناکامې شي، بلکې سختې جګړې به وشي او د دې وېره جدي ده چې لوی ښارونه او ان کابل هم ښايي سقوط شي. که ښارونه سقوط هم نه شي، تر اوسني حالت به لا زیات ناوړه، پېچلی او خونړی حالت وي او افغانان به یوې بلې کورنۍ جګړې ته لوېدلي وي. له همدې امله دا وېره جدي چې که د امریکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې بین الافغاني توافق ونه شي، افغانستان او افغانان به ستر تاوان وکړي.

تر اوسه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي ته په کتو سره ښکاري چې پاتې امریکايي ځواکونه به هم وځي او که ځنډ هم پکې راشي، دا به د دوو- دریو میاشتو ځنډ وي. له همدې امله پکار ده چې سر له اوسه تیاری ونیول شي. حمدالله محب ویلي، طالبان فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موقع تر لاسه شي، خو موږ له طالبانو سره جګړې ته تیار یو. د حمدالله محب له خبرو او د حکومت له عملي کړنو ښکاري چې ښايي د حکومت تیاري همداسې یو جګړه‌ییز حالت ته وي. له بله اړخه طالبان هم پر جګړه ټینګار کوي، نو د دې مانا همدا ده چې د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي او سخته خونړۍ جګړه پیلېدونکې ده.

دا چې د سولې پر ځای جګړې ته تیاری روان دی، دا رښتیا هم د اندېښنې وړ ده. که څوک رښتیا هم پر افغانانو رحم ولري او د افغانانو وینې ورته ارزښت ولري، نو د جګړې پر ځای یې اصلي تمرکز باید پر سوله وي. د سولې په خبرو کې پر هغو مسایلو ټینګار چې د جوړجاړي مخه نیسي، د جنګ‌غوښتنې مانا لري. هر څوک چې داسې شرایط وړاندې کوي چې هغه د سولې مخه ونیسي، په واقعیت کې دوی د افغانستان د راتلونکې فاجعې مسوولین دي. له اسلام او افغانستان پرته د جمهوریت، امارت او بل هر څه په ګډون هېڅ داسې څه نشته چې باید پرې خبرې ونه شي او مات نه شي. هغه فاجعه چې د سولې د خبرو له ناکامۍ وروسته موږ ورسره مخ کېدونکې یو، پر دې ارزي چې جمهوریت، امارت او نورې داسې بشري مفکورې او ارزښتونه ورته قرباني شي. موږ باید د وینو د یو لوی سیلاب مخه ونیسو او دا د هر مسوول افغان او مسلمان دنده ده. که څوک فکر کوي چې دوی به خنډ جوړوي او که کیسه خرابه شي، نو بیا به خپلو اصلي هېوادونو ته تښتي، نو تېروتنه کوي، ځکه چې هم د تېښتې لاره بندېدلی شي او هم په هر ځای کې د خلکو له حساب‌کتاب خوندي نه شي پاتې کېدلی.

Previous Post

سوداګرۍ وزارت: د افغانستان زعفرانو د ښه کیفیت له کبله په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جین پينګ د دیموکراتیکې کوریا د ۷۵م ملي جشن په مناسبت کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي جین پينګ د دیموکراتیکې کوریا د ۷۵م ملي جشن په مناسبت کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

سپتمبر 9, 2023
سویلي افریقا کې د اورلګېدنې له کبله۵۲ کسان مړه شوي

سویلي افریقا کې د اورلګېدنې له کبله۵۲ کسان مړه شوي

اگست 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved