د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په هېواد کې روان تاوتریخوالي ته په اشارې ټینګار کړی دی چې هر څه ژر باید روان تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره روانې هڅې لا ګړندۍ شي. د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو له مخې، عبدالله د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د سولې لپاره پر ملي او نړیوالې اجماع او له دې پروسې د افغانانو پر ملاتړ بحث او خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په هېواد پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او د فوري کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
































