نیویارکر نشریې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه شل کلنه شوه، میلیاردونه ډالر لګښت یې درلود، سلګونه امریکایي سرتېري پکې ووژل شول خو تر دې دمه هېڅ راز بریا نه لري. سرچینه کاږي د امریکا نوي حکومت ته په کار ده چې پر دې مسئله ښه تمرکز وکړي، ټول ګواښونه ختم کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي لارې په ګوته شي. په مقاله کې راځي چې دمګړی د سولې پروسه هم بریالۍ نه ده، ځکه جګړې کمې شوې نه دي، تاوتریخوالی ډېر شوی او طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي. په مطلب کې دا هم راځي چې د امریکا او طالبانو هوکړه دمګړی د طالبانو په ګټه ده او دغه ډله له هوايي بریدونو په امن پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده.
































