د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده. د معلوماتو له مخې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر پروسې خبرې کړې دي. جسټين ټروډو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه جدي اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي. دواړو لورو همدا راز د ناټو ددفاع وزیرانو پر راتلونکي کنفرانس هم خبرې کړې دي او کاناډا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې ملګرتیا او همکاري دوام لري.
































