عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره لس میلیونه ماشومان د ګوزن ضد واکسین ورکولو په عمر دي چې په سږني کمپاین کې یې له ډلې شاوخوا دری نیم ملیونه د واکسین له څاڅکو محروم پاتې شوي. روغتیا وزارت وړاندې د دری میلیونه ماشومانو د پاتې کېدو اټکل کړی و، خو اوس وایې په پکتیا او میدان – وردګو کې د امنیتي ننګونو او په دایکنډي، بامیان او غور ولایتونو کې د سړې هوا له کبله د دوی له اټکه ډېر ماشومان له واکسین پاتې شوي. د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد واکسینو د عامه اړیکو مسوول میرجان راسخ وايي چې له پولیو څخه د ملاتړ په هکله د طالبانو له ژمنې سره سره د افغانستان په ځینې سیمو کې د واکسین ضد تحرکات پر ځای و. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سږني کمپاین بهیر کې ستونزې نه دي رد کړې، خو وایې ډاډمن بهیر به وخت ونیسي.
































