د ولسمشر لومړي مرستیال د شپږمې ناحیې له اوسېدونکو غوښتي چې په امنیتي برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي. امرالله صالح په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي، چې په دې ورځو کې د شپږمې ناحیې به مربوطاتو کې هدفي بریدونه او د ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي. دده په وینا یوه ځانګړې کړۍ په دې سیمه کې فعالیت کوي او د سیمې خلکو ته په کار ده چې ددوی د افشا کولو په برخه کې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې د سیمې خلک دې د تګ راتګ پر مهال هر څه ته متوجه وي، موټر چلوونکي دې د خپلو موټرونو ساتنه وکړي، په سمیه کې شته پارکینګونه باید ددغه ورانکارو کړیو فعالیتونو ته متوجه وي. امرالله صالح زیاته کړې چې امنیتي او کشفي ادارې په دې سیمه کې لا فعالې شوې دي خو د خلکو همکاري هم اړینه ده.
































