چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې خبرې ولې په ټپه ولاړې دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 27, 2021
in تبصرې
0
د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

شاوخوا شل ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو د بیا پیل رسمي خبر ورکړل شو، خو دا خبرې له همغه پیله سړې وې. دواړو اړخونو یوازې دوه- درې ځلې سره لیدلي دي، خو هېڅ جدي خبرې یې نه دي کړي او نه هم په دې خبرو کې د کوم پرمختګ خبر ورکړل شوی دی. پرون د حکومت د مذاکراتي ټېم غړي نادر نادري پر ټویټر ولیکل؛ نهه ورځې کېږي چې مقابل لوری رسمي مجلس او بحث ته نه دی حاضر شوی.

ولې په دوحه کې د سولې خبرو لا هم نشته او بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي؟

حکومت طالبان ملامتوي چې د سولې اراده نه لري، خو داسې ښکاريږي چې اصلي لامل په امریکا کې نوې اداره او د افغانستان او امریکا تر منځ د هوکړې بیا ارزونه ده. د امریکا نوی حکومت که څه هم ښکاري چې د سولې پروسه به تعقیبوي، خو اوس یې ویلي چې دا هوکړه بیا ارزوي. ویل کېږي چې دا ارزونه به کوم لوی بدلونونه ونه لري او یوازې وړې خبرې به وي چې هغه به د هوکړې د نقض سبب نه شي، خو دا چاره د سولې د روانو خبرو د ځنډ سبب شوې ده. معلومات دا دي چې دا ارزونه به درې اونۍ وخت اخلي او له هغه وروسته به امریکا د سولې پروسه بیا په جدي ډول مخ ته بیايي. د همدې لپاره یې د خلیلزاد ماموریت تایید کړی او د هوکړې له ارزونې وروسته به خلیلزاد بیا خپل ماموریت په جدي ډول پیل کړي.

دا سمه ده چې په دوحه کې دواړو اړخونو ته افغانان ناست دي او د دوی تر منځ خبرې کېږي، خو واقعیت دا دی چې دا خبرې له بهرني فشار او په ځانګړي ډول د امریکا له فشار پرته هېڅ پایله نه لري. که د امریکا فشار نه وي، د بین الافغاني خبرو دواړه اړخونه نه یوازې دا چې کوم پرمختګ او توافق نه کوي، بلکې ان یو له سره خبرو ته هم نه کېني. دا چې د میلادي کال تر پیل وړاندې بهرنیانو رخصتي کوله، نو  مذاکراتي ټیمونو هم رخصتي وکړه، ځکه دوی پوهېدل چې د بهرنیانو له مداخلې پرته خبرې بې مانا دي. اوس چې امریکا هوکړه ارزوي او خلیلزاد د خپل ماموریت د دوام لپاره کومه واضح تګلاره نه ده تر لاسه کړې، نو ځکه په دوحه کې د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي. اوس چې ټاکل شوې په دریو اونیو کې دا هوکړه بیا و ارزول شي، نو درې اونۍ به نور هم همدا سوړ حالت وي، خو کله چې د امریکا د نوې ادارې دریځ معلوم شي او خلیلزاد هم خپل ماموریت له نوي دریځ سره پیل کړي، نو بین الافغاني خبرې به بیا پیل شي، جدي به شي، په دواړو اړخونو به فشارونه راشي، له خپلو سختو دریځونو به په شاتګ او پر ځینو مسایلو به توافق وکړي.

موږ باید ومنو چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې طبیعي او خپلمنځي نه دي، بلکې د امریکا په زور او فشار مخ ته ځي. دواړه اړخونه هم د دې پر ځای چې د افغانستان د ستونزې حل هره ورځ د لسګونو شهیدانو وینو، وژنو او ورانۍ ته پام وکړي او د مخنیوي لپاره یې صادقانه خبرې وکړي، دې ته ګوري چې امریکا څه کوي او څه ډول د امریکا د پالیسیو په سیوري کې خپلې ګټې ولټوي. پکار ده چې دواړه اړخونه د سولې لپاره واقعي هڅې وکړي.

Previous Post

د جګړې شدت او له بایډن د سولې تمه

Next Post

طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري

طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خوست کې ۱۲۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

خوست کې ۱۲۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

جولای 11, 2024
له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې؛ اکټیډ موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړې

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې؛ اکټیډ موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړې

اگست 26, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved