واشنګټن وایي په طالبانو د امریکا امنیت نه شي ساتلی. د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي پر طالبانو دومره هم باور نه دی په کار چې ګواکي دغه ډله دې امریکا د القاعده او داعش له خطره وساتي. دده په وینا امریکا د خپل امنیت د تامین لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي او د سرتېرو ایستل به هم په شرایطو پورې تړلي وي. بلینکن همدا راز ویلي چې د مېرمنو د حقوقو خوندي کول هم د مذاکراتو مهمه برخه ده او امریکا د تېرو لاس ته راوړنو ساتنه کوي. نوموړي همدا راز ویلي امریکا د خپلې بهرنۍ تګلارې پر بنسټ دې ته تیاره ده چې یوه اوږده جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو په هېڅ وجه به له شته لاس ته راړونو هم تېر نه شي.
































