آلمان یو ځل بیا ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. مېرکل په دې خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د یوه خپلواک، پرمختللي او با ثبات افغانستان هیله لري. نوموړې ویلي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې همکاري کوي. میرکل له افغان ځواکونو هم د ملاتړ ژمنه کړې ده. ولسمشر هم په دې تلیفوني مکالمه کې په ټولو برخو کې د المان له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.












