د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي بهرنیان دې هغو کسانو ته پنا نه ورکوي چې د افغانستان شتمني یې لوټ کړې ده. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې په فساد تورن او د ملي شتمنیو لوټوونکي افراد په اروپا او امریکا کې هستوګن دي او دغه هېوادونو پنا ورکړې ده. هغه له اروپايي هېوادونو او امریکا غوښتي چې د افغانستان د ملي شتمنیو لوټوونکو او مفسدو کسانو ته پنا ور نه کړي او په وینا یې هغه ډله کسان چې په فساد تورن دي او دلته په افغانستان کې دوسیې لري باید بېرته افغانستان ته ولېږل شي. نوموړي ویلي چې د مالیې پخوانی وزیر او د بانک پخواني رییسان هم په بهرنیو هېوادونو کې هستوګن دي، پنا یې اخیستې چې دلته په فساد تورن دي او باید بېرته راوستل شي او محاکمه کړل شي.
































