په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید له امله اته افغان سرتېري وژل شوي دي. د راپورونو له مخې پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې شوې ده. د ننګرهار ولایت مقام په خپره کړې اعلامیه کې دغه پېښه تایید کړې ده او زیاتوي له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانک د شیرزادو ولسوالۍ په مندیګک سیمه کې له یوې پوستې سره څېرمه چاودنه کړې ده چې له امله یې اته افغان سرتېري وژل شوي دي. سرچینه همدا راز کاږي چې امنیتي ځواکونو له چاودېدونکو توکو یو بل ډک مازدا ډوله موټر نیول دی. د ننګرهار ولایت مقام وایي چې امنیتي ځواکونه به په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د ختمولو لپاره ډېر ژر عملیات ترسره کوی.
































