سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

برنا د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 31, 2021
in پوهنتون
0
برنا د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

برنا د لوړو زده کړو خصوصي موسسه چې په بدخشان ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۲ کال کې یې د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت څخه تر جواز اخیستو وروسته پر فعالیت پیل کړی دی. د یادې موسسې د مشر عبدالاحد حاجي زاده په وینا، برنا د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په پیل کې یوازې د اقتصاد پوهنځی درلود، خو په ۱۳۹۳ کال کې یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هم تاسیس کړ.

د ښاغلي حاجي زاده په وینا، د برنا د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه، بشري سرچینې او BBA لري او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه، قضا او څارنوالي او اداره او ډيپلوماسي لري چې اوس عملاً فعالیت کوي او محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د برنا د لوړو زده کړو موسسې مشر عبدالاحد حاجي زاده وایي، دوی د هغو محصلینو په ګډون چې د دولتي کانکور ازموینې له لارې خصوصي پوهنتونونو ته پر شرایطو برابر ګڼل شوي دي، په خپلو دواړو سهارنۍ او ماښامنۍ دوره کې ټول ۱۷۰۰ محصلین لري.

حاجي زاده وایي، برنا د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه اته دورې فارغین ورکړي دي، چې په هره دوره کې یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې فارغ محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي عبدالاحد حاجي زاده په وینا، برنا د لوړو زده کړو موسسه د کال په دوو دورو کې نوي محصلین جذبوي چې یوه یې پسرلنۍ دوره ده او بله یې خزاني دوره ده. نوموړی وایي چې یاده موسسه په یاده هره دوره کې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

ښاغلی حاجي زاده وایي، برنا د لوړو زده کړو موسسه په ټوله کې ۲۷ استادان لري چې له دې ډلې ۸ یې له بهرنیو هېوادونو څخه د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نورو یې په هېواد کې د ننه او بهر د لېسانس تر کچې پورې خپلې لوړې زده کړې کړې دي. ښاغلی حاجي زاده زیاتوي چې د استادانو په ډله کې یې ښځینه استادانې هم پر دنده ګومارلې دي. دی وایي، هڅه یې کړې ده چې په خپل مسلک کې رسېدلي او تجربه لرونکي استادان پر دنده وګوماري څو په کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د ښاغلي عبدالاحد حاجي زاده په وینا، دا چې د هېواد د وګړو په ځانګړې توګه د بدخشان د اوسېدونکو مالي وضعیت ډېر د پام وړ ښه نه دی او د یادې موسسې محصلین په پوره توګه د خپل فیس له ورکړې څخه عاجز دي، نو برنا د لوړو زده کړو موسسه خپلو محصلینو ته هر سمیستر د پام وړ تخفیف په پام کې لري او د ټولنې مالي ستونزو ته په کتو خپلو محصلینو ته د پام وړ تخفیف ورکوي، څو ځوانان له لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې نه شي.

ښاغلی حاجي زاده همدا راز وایي، دا چې په اوسنیو شرایطو کې محصلین د خپلې اړتیا وړ مالوماتو د لاسته راوړلو لپاره لا ډېرو علمي سرچینو ته اړتیا لري، نو برنا د لوړو زده کړو موسسه هم د خپلو محصلینو د علمي کچې د لوړولو په موخه کتابتون لري. نوموړی وایي، که څه هم یاده موسسه دوه پوهنځي لري، خو په کتابتون کې یې د یادو پوهنځیو اړوند کتابونو سربېره، ډېر نور کتابونه هم شته چې شمېر یې ۳۹۰۰ جلده ته رسېږي او محصلین کولای شي په هره برخه کې خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي. نوموړی وایي چې برنا د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره له دې سربېره، د برېښنایي کتابتون او انلاین کتابونو خدمتونه هم وړاندې کوي.

د برنا د لوړو زده کړو موسسې مشر عبدالاحد حاجي زاده وایي، دوی په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر له ډېرو علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره اکاډمیکې اړیکې لري. د نوموړي په وینا، دوی د روان کال په لړ کې د کرونا وبا له امله د رخصتیو پر مهال د پاکستان، هندوستان، کینیا او داسې نورو هېوادونو له ځینو پوهنتونونو سره اړیکې درلودې او د یادو پوهنتونونو د استادانو په مرسته یې خپلو محصلینو ته په انلاین بڼه درسي چارې پر مخ بېولې او همدارنګه یې د یادو هېوادونو له پوهنتونونو سره د محصلینو د تبادلې په برخه کې هم هوکړې کړې دي.

ښاغلی حاجي زاده وايي، دوی خپلو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي ډيپلومونه ورکړي دي. نوموړی وایي، دا چې په لوړو زده کړو وزارت کې د اسنادو پروسه یو څه ورو پر مخ ځي، نو فارغ شوو محصلینو ته یې د اسنادو په ورکړه کې یو څه ځنډ رامنځته کېږي، خو په ټوله کې یې خپلو فارغو محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړي دي.

د برنا د لوړو زده کړو موسسې مشر عبدالاحد حاجي زاده وایي، دا چې محصلین د خپلو درسي پروګرامونو تر څنګ ډېرو هڅوونکو او علمي فعالیتونو ته هم اړتیا لري، نو برنا د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړولو په موخه ډېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې له دې ډلې یې کولای شو د ډېرو داخلي او بهرنیو استادانو لخوا علمي سمینارونو، ښوونیزو ورکشاپونو، پوهنتونونو او تاریخي ځایونو ته علمي سفرونو او داسې نورو هڅوونکو فعالیتونو ته اشاره وکړو.

ښاغلی حاجي زاده وایي، دوی د برنا د لوړو زده کړو موسسې د لا پرمختګ او پیاوړتیا په موخه ډېر ستراتېژیک او اوږدمهاله پلانونه لري، چې په راتلونکو کلونو کې به یې پلي کړي. له دې ډلې کولای شو پوهنتون ته د یادې موسسې ارتقاع، د نصاب او درسي برخې د کیفیت لوړوالي، له داخلي او بهرنیو علمي مرکزونو سره د اړیکو ټینګولو او تضمین کیفیت چارو ته اشاره وکړو.

د برنا د لوړو زده کړو موسسې مشر ښاغلی عبدالاحد حاجي زاده همدا راز وایي، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په مالي برخه کې یې لاسنیوی وکړي او د فارغو شوو محصلینو د اسنادو د ورکړې چارې په چټکۍ او شفافیت سره تر سره کړي. نوموړی وایي چې د کال په جریان کې د کرونا وبا پر مهال هر علمي او اکاډمیک مرکز له مالي ستونزو سره مخ شوی دی، نو له دولت څخه مو هیله دا ده چې په دې برخه کې علمي مرکزونو او په ځانګړې توګه خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Previous Post

الکو: روان کال په هلمند کې ۹۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اماني صندوق: ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کړې

اماني صندوق: ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته کړې

مارچ 5, 2025
د المپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د چين ميډيا ګروپ ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام وليږه

د المپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د چين ميډيا ګروپ ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام وليږه

جنوري 1, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved