رویټرز اژانس ویلي چې بهرني عسکر به د مې تر میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز ته ویلي چې تر اوسه له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره ټاکل شوي شرایط نه دي پوره شوي نو د بایډن اداره به په خپلو پالیسیو کې ځینې بدلونونه راولي. هغه زیاته کړې، طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، واشتګټن دې پروسې ته ژمن دی خو تر اوسه یې د پوځیانو ایستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې. په راپور کې له سره تر پایه د بهرنیو عسکرو خبره شوې ده او دا مشخصه نه ده چې امریکایي سرتېري به وځي او کنه. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان هم ویلي وو چې دوی به د دوحې هوکړه له سره وارزوي او دا به هم وګوري چې طالبان څومره شویو وعدو ته ژمن پاتې کېږي.
































