د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په وروستیو ورځو کې په کابل او ننګرهار کې ګڼې چاودنې شوې چې تلفات یې اړولي دي. د سرچینې په خبره قطر د ترهګرۍ ټولې بڼې په کلکو ټکو غندي او د جګړې پر ښکېلو لورو یو ځل بیا غږ کوي چې تاوتریخوالی ودروي او مذاکرات چټک کړي. قطر یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې همکاري کوي. قطر دمګړی د بین الافغاني مذاکراتو کوربه دی او ددغه هېواد چارواکي وایي چې دوی غواړي د افغان جګړې په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي.
































