چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په کابل کې د جمهوریت ماتېدونکې لیکه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 2, 2021
in تبصرې
0
اشرف‌غني باید قرباني ورکړي؛ خو مشروطه او تضمین شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته اوس ډېری کسان یقیني دي چې بین الافغاني خبرې به حتمي بریالۍ کېږي او په پایله کې به یې د راتلونکي نظام ډول هم د اوس په شان نه وي. د راتلونکي نظام په تړاو له بحث سره هم‌مهاله دا مطرح کېږي چې جمهوریت باید وساتل شي او امارت د منلو وړ نه دی. که څه هم طالبانو ویلي چې دوی امارت غواړي، خو دا ورته سره کرښه نه ده. په کابل کې بیا حکومتي چارواکي په تکرار سره وايي چې جمهوریت ورته سره کرښه ده. له هغه وروسته چې د موقت حکومت بحث مطرح شوی، په کابل کې یې هم ډېر سیاستوال ملاتړي شوي او د ولسي جرګې د رییس له ملاتړ وروسته پرون په جرګه کې سخت بحثونه را پورته شول او جرګه په دوو برخو ووېشل شوه.

ایا جمهوریت ساتل کېږي او که به یې ځای یو بل نظام ته پرېښودل کېږي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په سوله کې او بیا د طالبانو په شان له قوي ځواک سره په سوله کې حتمي ده چې د نظام په تړاو به بحث کېږي او هغسې بدلونونه به پکې راوستل کېږي چې طالبان یې هم منلو ته قانع شي. څه ډول چې په کابل کې د امارت مخالفت کېږي، دغسې طالبان د جمهوریت مخالفت کوي، نو ځکه په یوه درېیم حل توافق کېدلی شي چې هغه اسلامي دولت یادیږي.

هغوی چې غواړي جمهوریت دوام وکړي، دوه ډوله خلک دي. یو هغه کسان دي چې فکر کوي جمهوریت غوره نظام دی او د افغانستان لپاره مناسب دی. دوی فکر کوي چې په دې نظام کې د ټولو ګټې او ارزښتونه خوندي دي، خو دا کسان ډېر کم دي او غږ یې هم ټیټ دی. دویمه ډله هغه دي چې جمهوریت د خپل واک د دوام، د شخصي ګټو د خوندیتوب او له سولې سره د مخالفت لپاره غواړي. دا ډله ډېره ښکاره ده او اوس په واک کې ده. دوی ځکه جمهوریت د خپلو ګټو لپاره غواړي، چې په واقعي مانا یې خپله جمهوریت نه دی عملي کړی، بلکې هر ګام یې د جمهوریت پر ضد دی. د اوسني ولسمشر او ملګرو کړنې یې د جمهوریت خلاف دي او هر کار چې کوي، په واقعیت کې د جمهوریت پر مرۍ پښه ږدي.

هغه جمهوریت چې متفاوت سیاسي لوري یې د طالبانو پر وړاندې په یوه ادرس را ټول کړي وو، اوس ماتېدونکی دی. اوس په کابل کې سیاستوال، د ولسي جرګې رییس، د جمهوریت د مذاکراتي ټیم ځیني غړي او نور مهم کسان د موقت حکومت پلویان دي. ان د اشرف غني د واک پنځوس سلنه شریک ډاکتر عبدالله هم موقت حکومت یوه لاره ګڼي. د جمهوریت لیکه ځکه ماتېدونکې ده چې بدیل یې امریکا وړاندې کوي؛ د موقت حکومت وروستۍ طرحه خلیلزاد وړاندې کړې، نو ځکه یې ملاتړي هم پیدا کړي او که خلیلزاد د جمهوریت بل هر ډول بدیل وړاندې کړي، هم به ملاتړي پیدا کړي او هم به یې د عملي کېدو چانس کم وي.

د امریکا غوښتنه او خپله په کابل کې د چارواکو له خوا د جمهوریت پر مرۍ پښه اېښودل د دې سبب شوي چې د جمهوریت لیکه له ماتېدو سره مخ شي او ورځ تر بلې به یې ملاتړي ترې اوړي. اوس د دې پر ځای چې پر جمهوریت ټینګار وشي، ښه ده چې پر یوه درېیمه لاره فکر او کار وشي چې هم زموږ نظام او ارزښتونه وساتل شي او هم له سولې سره مرسته وکړي.

Previous Post

جاپان له افغانستان سره په بشري او پراختیایي برخو کې ۱۲۲ میلیونه ډالر مرسته کوي

Next Post

سامسُنګ تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

سامسُنګ تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بادغیس کې د پستې حاصلات زیات شوي

بادغیس کې د پستې حاصلات زیات شوي

جولای 13, 2023
چين پر هوانګ يان ټاپو د فليپين د ناقانونه تيري په هکله وينا خپره کړه

چين پر هوانګ يان ټاپو د فليپين د ناقانونه تيري په هکله وينا خپره کړه

فبروري 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved