چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

گونتر ګراس

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 2, 2021
in څېرې
0
گونتر ګراس
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

گونتر ویلهېلم ګراس د ۱۹۲۷کال د اکټوبر په شپاړسمه په المان کې زیږېدلی دی. هغه المانی نقاش، مجسمه جوړونکی او لیکوال و. دی د المان د ۴۷ پياوړو او مشهورو لیکوالانو له ډلې دی. ګونتر ګراس د هغه الماني نسل غږ و چې د نازیانو د واکمنۍ پر مهال یې ژوند کړی و. دی نه یوازې دا چې یو پیاوړی لیکوال و، بلکې د المان په ټولو سیاسي جریانونو کې یې د یوه پياوړي او اغېزناک کس په توګه رول لوبولی دی. په ۱۹۹۹ کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه او د هغه د اثارو ستاینه وشوه. د نوبل بنسټ د جایزې د ورکړې پر مهال وویل چې دی د تاریخ د هېرې شوې څېرې روایتګر دی او هغه څه یې انځور کړي چې د انسانانو له ذهنه وتلي وو.

ګونتر ګراس په ماشومتوب کې سخت ژوند درلود. مخکې مو یادونه وکړه چې د نازیانو د واکمنۍ پر مهال یې ژوند کاوه. دا داسې مهال و چې په المان کې ډېری کورنیو د ژوند سختې شېبې تېرولې. کونترګراس هم په همداسې سختو شرایطو کې ژوند کاوه. هغه پنځلس کلن و چې د کورنۍ سخت اقتصادي وضعیت د هټلر په پوځ کې کار کولو ته اړ ایست. هغه د هټلر له پوځ سره یو ځای شوی و او په اوولس کلنۍ کې د فروندبرګ اس اس لس توپخانې ته ور وبلل شو او دلته یې خپلو چارو ته ادامه ورکړه. هغه همدلته په پوځ کې دنده تر سره کوله تر دې چې د ۱۹۴۵ کال د اپرېل په ۲۰مه ټپي کېږي او وروسته د همدې کال د مې په اتمه په ماریانسکه کې نیول کېږي او د امریکايي ځواکونو له لوري بندي کېږي.

ګراس د امریکایي سرتېرو په لومړنیو څېړنو کې دا ومنله چې د نازي ګوند په اس اس څانګه کې و. د همدې برخې غړیتوب یې درلود، خو تر ۲۰۰۶ کال پورې یې بیا دا خبره له خپلو مینه‌والو او لوستونکو پټه کړې وه. هغه له ۱۹۴۷ تر ۱۹۴۸ کال پورې په دوسلدورف کې د ډبر توږنې په یوه کارځای کې د روزنې دوې دورې بشپړې کړې. وروسته یې د دوسلدورف د هنرونو په اکاډمۍ کې زده کړې پیل کړې او د ډبر توږنې برخه یې بشپړه کړه. له دې ځایه چې فارغ شو بیا له ۱۹۵۳ تر ۱۹۵۶ کال پورې د برلین د تجسمي هنرونو په پوهنځي کې پر زده کړو بوخت و. له زده کړو تر فارغېدو وروسته پاریس ته لاړ او تر ۱۹۵۹ کال پورې دلته مېشت و.

ګونتر ګراس نه یوازې یو مهم لیکوال و، بلکې د المان لپاره هغه یو ستر ویاړ بلل کېده. د دغه هېواد د فرهنګ په ساتنه او پياوړتیا کې یې د پام وړ کارونه کړي دي او تر ډېره یې د الماني فرهنګ پر ساتلو او پاللو ټینګار کاوه.

د ګراس مخالفین بیا هغه سرکشه او ناارامه روشنفکر بولي. دوی وایي چې ګراس تل یوازې نیوکې کړې دي او په ټولنیزو نیمګړتیاوو یې ملنډې وهلې دي؛ خو ستایونکي او مینه‌وال یې بیا وایي چې هغه یو ستر اصلاح کوونکی و او غوښتل یې په ټولنه کې عبثیات او بې مانا دودونه له منځه یوسي. هغه په خپلو لیکنو کې داسې یو سبک درلود چې تر ډېره به یې لوستونکي ته وعظ او نصیحت کاوه، خو د اصلاح دا بڼه نن هم دومره مشتري نه لري، ځکه هېڅ لوستونکی نه غواړي چې لیکوال دې په خپلو اثارو کې په مستقیمه توګه نصیحت ورته وکړي او نه هم دا کار اغېز لرلی شي. په ادبي ځمکه نصیحت په لفافه او هنري صنایعو کې تر سره کېږي نه د سیاسي لیکنو په څېر چې مستقیم هر څه باید عملي کړې او هر څه در رسوي. له دې ټولو سره سره د ګراس دوست او دښمن په دې باور دي چې هغه یو له تر ټولو خلاق الماني لیکوال دی. دوی وايي چې معاصرې ټولنې د ده په اثارو کې خپلې نیمګړتیاوې او وړتیاوې له ورایه ولیدلې.

ګونتر ګراس تل په ټولنه کې له خپل ټولنیز موقعیت خبر و. دی په دې باور و چې لیکوالي یې په برخلیک کې اخښل شوې وه او له دې مسلک سره یو ځای دې نړۍ ته راغلی دی. د ده په خبره، لیکوال هغه څوک دی چې د وخت د تېرېدو پر وړاندې یو څه لیکي. لیکوال ځان له وخت او زمانې نه شي بېلولی. دی باید داسې څه ولیکي چې هر وخت خلکو ته معاصر وبرېښي. د هر نسل د خلکو خوښ شي او لیکوال تلپاتې شي. دی باید د وخت او حالاتو بدلون ته متوجه وي، له پېښو سره باید ځان ګډ کړي او د ځينو مسایلو پر وړاندې باید دريځ ونیسي او پر وړاندې یې ودرېږي. لیکوال دا ادعا کولی شي چې تر خپل مخکې یا وروسته دې نړۍ ته راغلی دی. دی کولی شي د راتلونکې په اړه او یا د تېر په اړه څه ولیکي. دی وايي، د لیکوال په اړه یوه بله خبره دا ده چې هغه په خپل زړه لیکل نه کوي، بلکې موضوع ورته پیدا کېږي او لیکوال دې ته مجبوروي چې ویې لیکي. د ده په خبره، د انتخاب ازادي یې نه لرله، وايي که په خپل هوا هوس پسې به روان شو، نو د لیکوالۍ د فن او هنر مرګ به ورته ښکاره شو، که همداسې تللی وی، نو لیکوالي به ورته په زړه پورې وه، خو پېښو او حالاتو دې ته نه پرېښوده چې په خپل زړه لیکل وکړي او خپله لاره ووهي.

ګونتر ګراس په خپلو ډېری اثارو کې د المان د معاصرې ټولنې د اړیکو او حالت په اړه ځینې نقدي نظریې لري. دی په خپل ژور لید او تر یوې کچې له شک او ګومان ډک د الماني ټولنې نیمګړتیاوو ته متوجه شو. هغه وپتېیله چې د مادي پرمختګ په دې هسکو او ټيټو کې د معنوي پرمختګونو اړخ ورو ورو کمزوری کېږي او د ښارونو د رڼا څراغونو تر سیوري لاندې انساني وحشتونه او بې باورۍ مخ پر پیاوړتیا او ډېرېدو دي.

ګوتر ګراس له ځوانۍ له سوسیال ولسواکۍ سره یو ځای شو او تل به یې د دغه ګوند له چپ اړخ ملاتړ کاوه. په ۱۹۶۰ بیا تر ۱۹۷۰ کال کې په المان کې یو نوی نسل راغی چې هغه په المان کې له دودیزو حکومتي جوړښتونو سره مخالف و او له دې مفکورو سره یې د جنګ غږ پورته کړ. د دې ډلې ځوانانو لپاره ګوتر ګراس یوه مهمه معنوي سرچینه وه. دوی د ده له خبرو او مفکورو الهام اخیست او د خپل ځان پر وړاندې یې له رسنیو نیولې بیا د حکومت تر چارواکو پورې مخالفتونه را ولاړ کړل. له ګراس سره هم دښمني او مخالفتونه دومره ډېر شول چې له سپکو سپورې نیولې ان تر ښکنځلو او رټلو یې سرحت ورسېد. ګونتر ګراس په خپل هر اثر د زورواکانو او واکمنانو او همدا راز د دوی د ملاتړو او ویاندویانو پر وړاندې نوې جبهه جوړوله. د ده ځینو مخالفینو او منتقدانو دا نظر ورکړ چې له سیاسي کشمکشونو سره مل لیکوال هېڅ وخت خلاق پاتې کېدی نه شي او د دوی په باور له ګراس باید نور د ښې لیکوالۍ تمه ونه شي.

د ۱۹۸۰کال په لومړیو کې ښي پالو نقادانو کونتر ګراس ته د داسې لیکوال په سترګه کتل چې هغه د لیکلو او تخلیق لپاره پوره وړتیا نه لري. دوی په دې باور و چې ګراس خپل استعداد د سیاسي دريځونو د خپلولو له امله بایللی دی او په ذهن کې یې د ادبیاتو پر ځای سیاسي مسایل ځای پر ځای شوي دي. ګونتر ګراس ان تر ۱۹۹۰یمو کلونو پورې د مخالفینو له بې رحمانه لفظي بریدونو او نیوکو سره مخ و. د هغه نوي اثار له کم هرکلي سره مخ کېدل، دی هم د دې پر ځای چې ادبي سبک، فکر، ادبي تخلیقونو او نورو مسایلو ته فکر وکړي، مخالفتونو ته پر ځواب ویلو بوخت وو. ده سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته کتنه کوله او نیوکې یې ورباندې کولې. وروسته وروسته یې څو مهم اثار بازار ته راغلل چې د مخالفینو خبرې یې رد کړې او دا یې ثابته کړه چې هغه یو تخلیقي پياوړی لیکوال دی، ادبي ذوق لري او د لوړ استعداد خاوند دی. ده وویل، دا سمه ده چې د ورځنیو ستونزو او مسایلو پر لیکلو اخته دی، خو په خبره یې یو ښه لیکوال نه شي کولی چې پر ورځنیو چارو او ستونزو سترګې پټې کړي. هغه په دې باور و چې وخت، حالات او ټولنه پر انسان اغېز کوي او دی یې باید پر وړاندې مقاومت وکړي.

ګونتر ګراس په ۱۹۵۹ کال کې د ډول یا په دري کې طبل ناول خپور کړ. په الماني د دې کتاب نوم (Die Blechtrommel) دی. دی د همدې ناول تر چاپ وروسته د الماني لوستونکو ترمنځ مشهور شوی و. ده په یوه ځانګړي او حیرانوونکي سبک په دې کتاب کې خپل ژوند لوستونکي ته پرانیست. زړه راښکونکې صحنې یې انځور کړې دي، په زړه پورې کرکټرونه لري او د څو نسلونو په اړه یې تاریخي مسایل رانغښتي دي. دغه ناول په حقیقت کې له شخصي زاویې د الماني ټولنې یو روایت دی، خو تر شا یې یو پیاوړی تاریخ او سیاسي دريځ پروت دی چې له هرې کرښې ملاتړ کوي او هره کرښه پیاوړې کوي.

په ۱۹۹۹ کال کې د نوبل بنسټ پرېکړه وکړه چې د همدې کال د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ګراس ته ورکړي. په همدې کلونو کې د ګراس له اثارو په نړیواله کچه هرکلی مخ پر زیاتېدو و. د همدې ملاتړ او هرکلي اغېز و چې په ګراس کې د تخلیق او اثارو د پنځونې قوه بیا پیاوړې شوه. دا اهمیت او ملاتړ هغه وخت لا پیاوړی شو چې د نوبل بنسټ ګراس د نوبل جایزې ګټونکی وباله.

د نوبل بنسټ په خپل لیک کې ویلي وو چې ګراس په تورو او تیاره رنګونو کې د تاریخ داسې مسایل راوړي چې باید د بشریت هیر نه شي. ده د المان په ادبیاتو کې یوه نوې لار رامنځ ته کړه او پر هغه لار روان نه شو چې له کلونو راهیسې روانه وه او پای یې په ورانۍ او ویجاړۍ و. دغه بنسټ ویلي وو چې له توماس مان را وروسته په المان کې بل هېڅ لیکوال دومره نړیوال نفوذ نه دی لرلی لکه کونترګراس چې لرلی دی.

ګراس تل هڅه کړې چې په اثارو کې یې د بشري ژوند پر کږو او نیمګړتیاوو ګوته کېږدي او هغه نړیوالو ته رابرسېره کړي. دی په دې باور هم و چې نړۍ یوازې د ادبیاتو له لارې نه شو اصلاح کولی؛ خو په دې هم باور لري چې ادبیات پر انساني ټولنو او انساني فکر له اغېزې خالي نه دي او باید د ټولنو په اصلاح کې کار ترې واخیستل شي. ګراس نه یوازې په کیسه لیکلو؛ بلکې د مجسمې په جوړولو کې هم لوی لاس درلود او ډېر اثار یې جوړ کړي دي. هغه د شعرونو څو کتابونه هم لري او نندارې یې هم لیکلې دي. لسګونه لنډې کیسې یې په بېلو مجلو او نشریو کې چاپ شوې دي؛ خو تر ټولو مهم او اساسي کار یې د ناولونو لیکل دي. ګراس په ۲۰۰۶ کال کې خپل ژوندلیک لیکلی دی او په هغه کې یې له مهمو مسایلو پرده پورته کړې ده. بالاخره د المان دغه پياوړی او نامتو لیکوال د ۸۷ کلونو په عمر په ۲۰۱۵ کال کې ومړ. المان د دغه لیکوال مړینه ستره فرهنګي ضایعه بللې وه او د دغه هېواد حکومت ویلي وو چې هغه په نړیواله کچه د المان په ادبي او فرهنګي شهرت کې مهم رول لوبولی دی.

Previous Post

سامسُنګ تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

امرالله صالح: د سیمې استخباراتو د نفاق او بلې خونړۍ جګړې طرحه جوړه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
امرالله صالح: د سیمې استخباراتو د نفاق او بلې خونړۍ جګړې طرحه جوړه کړې

امرالله صالح: د سیمې استخباراتو د نفاق او بلې خونړۍ جګړې طرحه جوړه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بقایي: امریکا په تېره یوه اونۍ کې د هوکړه‌لیک ټولې مادې نقض کړې

بقایي: امریکا په تېره یوه اونۍ کې د هوکړه‌لیک ټولې مادې نقض کړې

جولای 19, 2026
روسیې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې ادعا بې بنسټه بللې

روسیې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې ادعا بې بنسټه بللې

مارچ 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved