د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي وایي د عليپور غیر مسوولو وسله والو تېره شپه د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی چې له امله یې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی و. د ولایتي شورا غړي وایي دمګړی ولسوالي د عليپور وسله والو ته پرېښودل شوې ده. دا پېښه داسې مهال کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یو پلاوی د مرکزي بهسودو ولسوالۍ ته تللی او هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. عليپور تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له پخواني امنیتي مرستیال جنرال مردا علي مراد سره هم کتلي وو. امنیت شورا وایي چې پلاوي یې د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي. بلخوا په رسنیو کې ځینې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د عليپور وسله والو په ولسوالۍ کې ځینو ودانیو او تجهیزاتو ته اور ورته کړی دی.
































