د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړې چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلندونه شامل دي. د يادې کمېټې له لوري د راټولو شویو معلوماتو له مخې طالبان او داعش ډله د خبریالانو پر وړاندې د تر ټولو زیاتو تاوتریخوالو او ګواښونو مسوول بلل شوي دي. دولتي چارواکي او کارکوونکي بیا په دې برخه کې دویم ځای لري. د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې راپور په داسې حال کې د ۲۶ سلنې د تاوتريخوالي ډېروالي خبر ورکوي چې په ۲۰۱۹ کال ياد بنسټ د تاوتريخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت کړې وې. ياد بنسټ تېر کال ويلي و چې په ۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۳.۲۲ سلنه کمه شوې وه.
































