زرګونه کسان په تورخم کې له معایناتو او قانوني مراحلو پرته هېواد ته د ننه شوي دي. په تورخم کې افغان چارواکي وایي دوی غوښتل چې له پاکستان راتلونکي خلک معاینه کړي او تر هغه وروسته هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړي خو دا چې د خلکو ګنه ګوڼه ډېره وه نو زرګونه افغانان د دخولي او خروجي ټاپو له وهلو او دغه راز معایناتو پرته هېواد ته د ننه شوي دي. د تورخم ښاروال وايي چې په دې کار کې د پاکستان حکومت او کورنۍ مافیايي کړۍ لاس لري څو د ننګرهار ولایت له لوري رامنځ ته شوي تدابیر له منځه یوسي او په دغه ولایت کې د کرونا له امله بل بحران رامنځ ته کړي. دغه کسان داسې مهال راځي چې په هرات کې هم د زرګونه کډوالو راتګ د کرونا ویروس د خلکو په منځ کې خپور کړ. هلته هم د تدابیرو د نه موجودیت له امله په کرونا اخته کسان هرات ښار ته ننوتل او اوس په دغه ولایت کې د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د زرګونه کسانو راتګ داسې مهال دی چې په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا له امله ۵۴ کسه مړه شوي او ۳۸۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
































