طالبانو سولې ته د رسېدو یا پر سوله د هوکړې کولو ژمنه نه ده کړې. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، طالبانو یوازې ویلي چې دوی به امریکايي ځواکونو ته د تګ زمینه برابروي او تر څنګ به یې بین الافغاني خبرې پیلوي، خو دا ژمنه یې نه ده کړې چې په بین الافغاني خبرو کې به یوې هوکړې ته هم رسېږي. دده په خبره طالبان سولې ته ژمن نه دي نو له همدې امله د میاشتو په تېرېدو لا هم بین الافغاني مذاکراتو پایله نه ده لرلې. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوې اداره هر څه په دقیقه توګه و ارزوي او تر هغه وروسته دې د افغان سولې او روانې جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
































