نن سهار د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د مکرویانو په سیمه کې چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې چاودنه پر یوه هایلکس ډوله موټر شوې ده. بلخوا ځینې امنیتي سرچینې وایي چې امنیتي ټيمونه په سیمه کې دي او پېښه کې یوازې دوه کسه ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
بلخوا د کابل پنځمې ناحیې اړوند باغ داوود سیمه کې هم د چاودنې خبر ورکول شوی دی. په سیمه کې عیني شاهدان وایي چاودنه په یوه رنجر موټر شوې او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. د یادې چاودنې په اړه هم تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
په ننګرهار کې بیا د پولیسو پر یوه پوسته موټربم برید درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې پېښه نن سهار د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شوې ده. ددغه ولایت ځایي چارواکي وایي چې موټربم برید د پولیسو پر یوه پوسته شوی دی چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینې په وینا دغه پوسته د چمتلې په سیمه کې وه. تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم په دې اړه تر دې ډېر جزیات ورکړل شوي دي.
































